
ترکیې شمالي قبرس کې جېټالوتکې او دفاعي سیستمونه ځای پرځای کړي
د ترکیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د سیمې د وروستیو پرمختګونو له امله یې د شمالي قبرس ترکي جمهوریت ته شپږ اېف–۱۶ جنګي الوتکې او هوايي دفاعي سیستمونه ځای پر ځای کړي دي.
وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه اقدام د سیمې د امنیتي وضعیت د بدلونونو له امله شوی دی.



