ښځو سره کورنۍ تاوتریخوالی؛ هغه ښځې چې په غیرشرعي دلایلو وهل‌ټکول کیږي

د هېواد ۹ ولایتونو کې ۱۵ ښځو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې ۱۳ هغوی د خپلو مېړنو، یوه د خپل پلار او یوه هم د بلې ښځې له لوري فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوي.
دغو ښځو ویلي چې د ماشومانو په ژوند او روزنه کې د مېړه کورنۍ د لاسوهنې مخنیوي، د کور کارونو په ترسره کولو کې د ځنډ او ځینو نورو لاملونو په دلیل وهل ټکول شوي.

د ایران جګړه؛ پاکستان کې د تېلو بیې ۲۰ سلنه لوړې شوي

د پاکستان حکومت د ایران جګړې او منځني ختیځ کې د کړکیچ له امله د تېلو پرچون بیې شاوخوا ۲۰ سلنه لوړې کړي.

رویټرز نن شنبه د حوت ۱۶ / مارچ ۷ راپور ورکړی چې د نوي اعلان له مخې، پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو په هر لیټر کې څه باندې ۵۵ کلدارې زیاتوالی راغلی چې ورسره د پټرولو بیه ۳۲۱.۱۷ او د ډیزلو بیه ۳۳۵.۸۶ کلدارو ته رسېدلې.

د افغانستان ـ پاکستان جګړه؛ علي القره‌داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

د اسلامي علماوو د نړیوال اتحاد مشر علي علي القره‌داغي د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د جګړې په اړه فتوا کې د نښتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.

القره‌داغي نن شنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه هغه هم په روژې میاشت کې د اسلامي لارښوونو خلاف ده او ژر تر ژره دې ودرول شي.

پاکستان سره جګړه؛ تردامهاله ۱۱۵ زره افغانان بېځایه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویلي، افغانستان او پاکستان کې د وروستیو نښتو له امله وضعیت ترینګلی دی. دغه بنسټ یوه راپور کې ویلي، دواړو هېوادونو کې د روانو نښتو له امله ګڼ شمېر خلک بېځایه شوي. د راپور له‌مخې، افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵ زره او په پاکستان کې نږدې ۳ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.