ایران د امریکا او اسراییلو دوه ډرون ویشتلي

د ایران پوځ اعلان کړی چې د دې هېواد د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري د امریکا او اسراییلو دوه پرمختللې بې‌پیلوټه الوتکې ویشتل شوې دي.

د پوځ په وینا، د امریکا یوه پرمختللېMQ-9  بې‌پیلوټه الوتکه د ایران د لرستان ولایت په اسمان کې د هوايي دفاعي سیستم له لوري په نښه شوې او نسکوره شوې ده. چارواکو ویلي چې دغه الوتکه د ایران د هوايي حریم له څار وروسته هدف ګرځول شوې ده.

د ملي دفاع وزارت: بلوچستان کې مو د پاکستان سرحدي ځواکونو پر قومنداني برید کړی

د ملي دفاع وزارت مسوولان وایي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یې، د اېف‌سي یا سرحدي ځواکونو پر یوې قومنداني هوايي برید کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، دغه برید د پاکستاني ځواکونو د وروستیو سرغړونو په ځواب کې  شوی دی. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، مولوي صدیق‌الله نصرت، ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد له بېلابېلو ولایتونو بریدونه شوي دي.

انټونیو ګوټرېش: د اټومي وسلو د کارولو ګواښ ډېر شوی

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش «António Guterres » ویلي چې د نړۍ د سولې خوب له جدي ګواښونو سره مخ شوی او د اټومي وسلو د کارولو خطر په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

ګوټرېش په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د نړۍ د کړکېچونو زیاتېدو د پوځي لګښتونو بې‌ساری لوړوالی رامنځته کړی دی. د هغه په وینا، د کوچنیو او سپکو وسلو پراخېدل او د نویو ټکنالوژیو رامنځته‌کېدل هم جګړې لامرګونې کړې دي.

له ایرانه د سوداګریزو توکو باروړونکی اورګاډی هرات ته ورسېد

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېره شپه د سوداګریزو توکو یو باروړونکی اورګاډی د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې د هرات د روزنک تم‌ځای ته رسېدلی دی.

مجاهد نن جمعه، د کب ۱۵مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اورګاډي د سوداګریزو توکو ۳۷ واګنونه درلودل او د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد‌رالېږد په عادي ډول روان دی.