
جګړه او افغان کډوال؛ «نه پاکستان کې پاتې کېدای شو او نه وتلی شو»
د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سیاسي ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، په پاکستان کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وایي چې پر دوی د نیولو او په زوره ایستلو فشارونه په بېساري ډول ډېر شوي دي.
دوی اندېښنه لري چې د اجباري ایستلو ترڅنګ، په افغانستان کې د کار، سرپناه او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالی به له جدي ستونزو سره مخ کړي.









