حمدالله فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۵۲ ملکیان شهیدان شوي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، پر افغانستان د پاکستان هوايي بمبار او بریدونو کې تر دامهاله ۵۲ ملکیان شهیدان شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. هغه وویل، د پاکستان بریدونو کې ۶۶ ملکیان ټپي شوي هم دي. دغه بریدونه پکتیکا، خوست، کونړ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د خلکو په کورونو او عامه ځایونو شوي دي.

سویلي ولایتونو کې د پاکستان بریدونو پرمهال ۲۰ ملکیان شهیدان شوي

د پکتيکا شکین او برمل، د پکتيا ډنډپټان او د خوست ځاځي‌ميدان او عليشر ولسوالي کې د پاکستان د تېرې شپې بريدونو کې د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي چې د ماشومانو په ګډون يې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې. د ۲۰۳ منصوري قول اردو وياند وويل، د پاکستان بريدونو کې شاوخوا ۲۰ ملکي وګړي شهیدان او له ۲۰ ډېر ټپيان شوي.

د اسلامي امارت پاکستان جګړه؛ پر افغان کډوالو فشارونه نور هم زیات شوي

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه او محدودیتونه نور هم ډېر شوي او دا مهال له سختو شرایطو سره مخ دي.

د افغان کډوالو د پېژندنې، نیولو او ایستلو بهیر په پراخه کچه روان دی، کډوال وایي چې نه په خپلو کورونو، نه د اوسېدو په ځایونو او ان نه هم په عبادت‌ځایونو کې ځان خوندي احساسوي.

امیرخان متقي: اسلامي امارت د تاوتریخوالي پلوی نه دی

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپل ترکي، قطري او عربستاني سیالانو سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، اسلامي امارت د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی.

د نوموړي په خبره، دا ډول هڅې هغه وخت پایله ورکولی شي چې مقابل لوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.

ایراني چارواکی: د امریکا او اسراییلو ټولې شتمنۍ مشروع هدف دي

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالات او اسراییل ټولې شتمنۍ او ګټې اوس «مشروع هدف» بلل کېږي.

دغه چارواکي اسراییلو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «د راتلونکو پېښو لپاره چمتو اوسئ؛ زموږ ځواب به علني وي او هېڅ سره کرښه نشته.»

پر ایران برید؛ ټرمپ: تهران باید اټومي وسلې ونه‌لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې د ایران د پوځي وړتیاوو پر وړاندې به سخت اقدامات وکړي. د نوموړي په وینا، د ایران توغندیز سیستمونه او د توغندیو صنعت به په بشپړه توګه له‌منځه یووړل شي او د دغه هېواد سمندري ځواک به هم له‌منځه یووړل کړل شي.

اسراییل پر ایران برید کړی

د اسراییل دفاع وزیر اسرائیل کاتز ویلي چې پر ایران یې برید کړی.
ټایمز آف اسراییل ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه بریدونه د اسراییل پر وړاندې د ګواښونو د له‌منځه وړلو په موخه ترسره شوي.
د راپور له مخې، پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته، په ټول اسراییل کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.
ورته وخت کې قطر کې د امریکا سفارت پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته، خپلو ټولو کارکوونکو ته ویلي چې خوندي ځایونو کې پاتې شي.