
ذبیحالله مجاهد: پاکستان به د خپل هر شوم اقدام ځواب اسلاماباد کې ترلاسه کړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله نن یوې خبري غونډې ته وویل، دا هېڅ معقوله نه ده چې پاکستان خپلې ستونزې په افغانستان ور واچوي. دی وايي، پاکستان څو ځله پر افغان خاورې تېری کړی، ملکیان یې شهیدان کړي چې دا له ټولو قوانینو سره ښکاره سرغړونه ده. هغه زیاتوي چې پاکستان به د خپل هر شوم اقدام ځواب په اسلاماباد کې ترلاسه کړي.





