
د کابل خبرداری؛ اسلاماباد امنیتي تدابیر سخت کړي
نږدې پنځه ورځې وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ د افغانستان په ځینو برخو هوایي بریدونه وکړل، پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ځواکونو د تېرو دوو ورځو پرمهال په څو ځایونو کې په پراخو او محدودو نښتو کې ښکېل شوي دي.





