شل اووره نړیوال جام؛ سریلانکا له نیوزیلنډ سره لوبېږي

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې نن چهارشنبه، فبرورۍ ۲۵مه، د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶ بجې د سریلانکا د کولمبو په «ار پرېماډاسا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

لوګر کې په ۱۳میلیونه افغانیو یو سړک او پل‌چکونه جوړېږي

د پل‌علم ښاروالي مسوولان وایي، د ښار د هوني‌سفلی په سیمه کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پراختیایي پروژې عملي چارې پیل شوې دي.

له پل‌علم ښاروالي څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پروژه کې د درې کیلومتره سړک جوړول، د ۵۵۰ متره ویالې کیندنه او جوړول، د اووه متره سور سړک رغول او همدارنګه د ۱۵ پل‌چکونو جوړول شامل دي.

جبري او کم‌عمر کې ودونه؛ د ښځو په راتلونکي ژوند کې د کړاوونو پیل

سره له دې چې د فاریاب ولایت د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست مسوولان چې د نافذو احکامو له مخې، د ماشومانو د اجباري او کم‌عمر کې د ودونو مخنیوی کوي، خو دغه راپور کې مرکه شوې ښځې وايي چې د واده حق په اړه د نه پوهاوي او ټولنیزو فشارونو له امله اړ شوي چې کم‌عمر کې جبري ودونو ته غاړه کېږدي.

سوېلي‌کوریا کې د زېږون کچه د دویم پرله‌پسې کال لپاره لوړه شوې

د دولتي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د زېږون ټولیزه کچه، هغه اوسط شمېر چې یوه ښځه یې د خپل عمر پرمهال زېږوي، ۰ اعشاریه ۸۰ ته رسېدلی، حال دا چې دا کچه په ۲۰۲۴کال کې ۰ اعشاریه ۷۵ وه. دا شمېرې د احصایې او معلوماتو وزارت له لوري په لومړني ډول خپرې شوې دي.

عکاس هارون درد: غواړم د ټولنې ناخوالې او ښکلاوې انځور کړم

هارون درد هغه ځوان دی چې هڅه کوي د کمرې له لارې د خپلې ټولنې ښکلاوې، ستونزې، ښکلاوې او ورځنی ژوند انځور کړي او خپل هنر تر نورو ورسوي.
هغه باور لري چې تصویر کولی شي د ژبې په پرتله ژور پیغام انتقال کړي او د ټولنې واقعي حالت څرګند کړي. هارون درد وایي، ډېری وخت د غرونو، سیندونو او د لمر لوېدو شېبو عکاسي کوي او ثبتوي.

د هند لومړي وزیر اسراییل ته سفر کړی

د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا په زیاتېدو سره، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن چهارشنبه اسراییل ته ورسېد.

د راپورونو پر اساس، دواړو هېوادونو دغه سفر د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو فرصت بللی، په داسې حال کې چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ ترمنځ د احتمالي پوځي شخړې د خطر په اړه اندېښنې زیاتې شوي.

ډونالډ ټرمپ: ایران په داسې توغندیو کار کوي چې امریکا ته رسېدی شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وینا پرمهال وویل، ایران داسې توغندي جوړ کړي چې اروپا او سیمه کې د متحده ایالتونو اډو ته ګواښ پېښولی شي. هغه وویل، د ایران حکومت اوس پر هغو توغندیو هم کار کوي چې امریکا ته رسېدی شي. خو زیاته یې کړه چې ایران ته یې ویلي، د وسلو د تولید په ځانګړي ډول د اټومي وسلو پروګرام بیا پیل نه‌کړي.

مولوي نورالله نوري: د سر په بیه به د خاورې ساتنه کوو

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري وايي، د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د انچ انچ خاورې ساتنه به د سر په بیه کوي.
هغه تېره ورځ له سرحدي ساتونکو سره لیدنه کې ویلي، د دې خاورې ساتنه د اسلامي قلمرو د حدودو ساتنه ده.
نورالله نوري زیاته کړه چې د سرحدونو په ساتنه کې باید هیڅ ډول غفلت ونه‌شي.