تحصیلي نصاب او د کار بازار؛ ولې لوستي ځوانان کار نشي موندلی؟

له ۲۸ ځوانانو (۱۱ نجونو او ۱۷هلکانو) سره چې لوړې زده‌کړې هم لري، د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې ۱۸ هغوی د «CV» لیکلو وړتیا او د کارموندنې له معیارونو سره بلدتیا نه‌لري.

د دغو ځوانانو له ډلې ۱۰ یې وايي، کله چې یې د دندې لپاره غوښتنلیک ورکړی، متوجه شوي چې اعلان شوې دندې د مهارتونو یوې داسې ټولګې ته اړتیا لري چې دوی یې ځینې هغه نه‌لري.

پر ننګرهار د پاکستان بریدونو کې ۸ زده‌کوونکي هم شهیدان شوي

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په «ګردي کڅ» سیمه کې د پاکستان له لوري په شوي بمبار کې چې ۱۷ کسان په‌کې شهیدان شوي وو، د څلورو جسدونه لا هم نادرکه دي او د ژغورنې عملیات پایته رسیدلي. د قرباني شوې کورنۍ غړي وایي، له مړو شویو څخه یې ۱۳ جسدونه پیدا او خاورو ته سپارلي، خو څلور تنه لا هم نادرکه دي.

یو شمېر نارو‌غ‌لرونکي د هموډیالیز دستګاه د وسایلو له کمښت شکایت کوي

هېواد کې یو شمېر ناروغ‌لرونکي وايي، دې وروستیو اونیو کې روغتونونو کې د هموډیالیز دستګاه وسایل کم شوي چې دوی یې ستونزو سره مخ کړي.

دوی وویل، د هموډیالیز دستګاه د تجهیزاتو کمښت په دلیل یې ناروغان د دیالیز ترسره کولو لپاره ساعتونه په تمه پاتې شوي؛ هغه موضوع چې د متخصص ډاکټرانو په اند، کولی شي د ناروغ د مرګ لامل هم شي.

د مرستو کمښت؛ غور کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی

د فیروزکوه ښار د تغذیې د مرستو د وېش یوه مرکز ته راغلې، ۳۴کلنه خرامان د څلورو ماشومانو مور ده. د هغې دوه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شوي دي. خرامان وايي، د کور اقتصادي وضعیت یې دومره کمزوری دی چې د ماشومانو لپاره پوره او مقوي خواړه برابرول ورته ناشونې دي.

د ۲۰۲۶کال د ژمني المپیک سیالي پای ته ورسېدې

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د فبرورۍ په ۲۲مه، د لوړپوړو چارواکو، د نړیوال المپیک کمېټې د استازو او زرګونو ورزشکارانو په حضور کې دغه مراسم نیول شوي وو. په دغو مراسمو کې د سیالیو غوره شېبې، د کوربه هېواد کلتوري نندارې او د بیرغونو دودیز لېږد هم شامل و.

شل اووره نړیوال جام؛ زمبابوې او وېسټ‌انډیز لوبه کوي

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې نن ماښام، دوشنبه، فبروۍ څلورمه، زمبابوې له پیاوړې وېست‌انډیز سر سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۶ بجې د هند په وانګېډه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د خوړو او کرنې ادارې افغانستان کې د ورښتونو د کمېدو خبرداری ورکړی

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې وايي چې په ټول افغانستان کې د وچ هوايي شرایطو د واکمنېدو اټکل شوی او تمه ده چې یوازې د هېواد په شمال او شمال‌ختیځو سیمو کې لږ او محدود ورښت وشي.

یادې ادارې نن دوشنبه، کب څلورمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هواپېژندنې د وروستیو ارزونو له مخې به د هېواد په ډېری برخو کې ورښت له منځنۍ کچې ټیټ وي چې دا وضعیت د کرنې لپاره د اندېښنې وړ بلل کېږي.