
بادغیس کې ټرافیکي پېښه؛ نهه کسان مړه او ۳۵ ټپیان دي
د بادغیس امنیتي چارواکي وایي چې د هرات–بادغیس پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپهکېدو له امله نهه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند، صدیقالله صدیقي وايي، دا پېښه نن یکشنبه، کب درېیمه، له غرمې مخکې د «پُشته لامان» په نوم سیمه کې رامنځته شوې ده.








