د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ یوناما: هر افغان له تبعیض پرته د کارکولو حق لري

نن جمعه د فبرورۍ ۲۰مه/ د کب لومړۍ، د ټولنیز عدالت له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت دفتر یا یوناما د دې ورځې په مناسبت ویلي چې ټولنیز عدالت په افغانستان کې دا معنا لري چې هر افغان د مناسبې دندې حق ولري او وکولای شي پرته له تبعیض او په باعزته ډول کار او عاید ترلاسه کړي.

امیرخان متقي له اندریکا راټواټه سره لیدلي

اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي، افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستيال او هستوګن همغږي کوونکي، اندريکا رټواټه سره د مخه‌ښې ليدنه کړې ده.

په دې ناسته کې د ملګروملتونو مرستندويه ماموريت سرپرستې او د سياسي څانګې مشرې جورجټ ګانيون او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود.

له ګاونډیو هېوادونو ۹۰۶ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې یوازې پرون «پنجشنبه» ۹۰۶ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، له نیمروز د ورېښمو پله (پل ابریشم) له لارې ۴۵ کورنۍ، د هرات له اسلام‌کلا بندر څخه ۱۸ کورنۍ، د کندهار له سپین‌بولدک لارې ۶۴ کورنۍ او د ننګرهار تورخم بندر له لارې ۷۷۹ کورنۍ هېواد ته راګرځېدلې دي.

روان کال څه باندې څلور میلیونه کسان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې په روان کال کې څه باندې ۴مېلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت مسوولان زیاتوي چې له څه باندې ۴۵۵زره راستانه شویو او بې‌ځایه شویو سره د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې شوې دي.

ملګروملتونو هېواد کې ۱۴۷زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي

د ملګروملتونو د نفوس صندوق اعلان کړی چې د «افغانستان ځانګړي اماني صندوق» په مالي ملاتړ یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۴۷ زره او ۵۴۵ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي چې دغه خدمات د اومیندواره مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او د کورنیو د عمومي روغتیا په پیاوړتیا کې مهم رول لري.