غزه کې د جګړې د قربانیانو شمېر له ۷۵زرو واوښت

د «The Lancet Global Health» په مجله کې خپره شوې نوې څېړنه ښيي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۷مې څخه د ۲۰۲۵کال د جنورۍ تر ۵مې پورې، په غزه کې شاوخوا ۷۵زره او ۲۰۰ د «تاوتریخوالي له امله مړینې» ثبت شوې دي. دا شمېر د فلسطین د روغتیا وزارت له‌خوا د همدې مودې لپاره خپرو شویو رسمي شمېرو په پرتله نږدې ۳۵سلنه لوړې دي.

یوشمېر ښځې: د ماشومانو روزنې او راتلونکې په اړه مشوره نه‌شو ورکولی

د هېواد په څو ولایتونو کې له ۲۸ ښځو سره د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې ۱۶ دغو ښځو د خپلو اولادونو په روزنه او برخلیک کې رول نه دی لرلی.

د دغو ۱۶ ښځو له جملې ۸ هغو ویلي چې مېړه یې د ماشومانو روزنې او راتلونکې په اړه مشورو کې رول نه دی ورکړی او ۸ نورو ویلي چې دغه رول د خپل مېړه د کورنیو له لوري ورڅخه اخیستل شوی.

د امریکا او ایران خبرې؛ شنونکي: د واشنګټن پوځي خوځښتونه د مذاکراتو ناکامول دي

په داسې حال کې چې یو لوری د ستراتیژیکو کښتیو د ځواک او حضور په اړه خبرې کوي، بل لوری بیا د همدغو کښتیو د له‌منځه وړو پر وړتیا ټینګار کوي. دا متضاد دریځونه د مسقط او جینیوا د ډیپلوماتیکو هڅو تر سیوري لاندې مطرح کېږي، خو وروستیو تحولاتو ښودلې چې وضعیت د ارامېدو پر ځای د لا پېچلتیا پر لور روان دی.

عامې روغتیا وزارت: تېرکال هېواد کې د ملاریا پېښې ۱۴.۶ سلنه کمې شوي

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې په کې د هېواد په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د زیاتوالي ګواښ یاد شوی.

د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملاریا پېښې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۴ اعشاریه ۶ سلنه کمې شوي.

له مصنوعي ځیرکتیا سره د هنګامې جمشیدي د بلدتیا کیسه!

د يوې تحصيلي بورسيې د غوښتنليک له شرطونو څخه يو هم د سپارښت‌ليک (توصيه‌نامې) برابرول و. د همدې سپارښت‌ليک د ليکلو لپاره ما له خپل یوه ملګري څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه د مصنوعي ځيرکتيا (هوش مصنوعي) د اسانتياوو او ګټو په اړه معلومات راکړل او د اړوند پلاتفورم د پېژندنې او کارونې لپاره يې يو لينک راسره شريک کړ.

سرګي لاوروف: په ایران د امریکا هر ډول برید به جدي پایلې ولري

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په ایران د امریکا هر ډول نوی برید جدي پایلې لرلی شي.

هغه تېره ورځ د فبروري په ۱۸ د سعودي العربیه ټلویزیون سره مرکه کې د ایران سوله‌ییز اټومي پروګرام د تعقیب په موخه د حل‌لارې موندلو لپاره د زغم غوښتنه وکړه.