راستنې شوې کورنۍ: مرستې بسنه نه‌کوي

په داسې حال کې چې ملګروملتونو د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو د ناوړه بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، یوشمېر راستانه شوي کسان شکایت کوي چې بشري مرستې ورته بسنه نه کوي.

افغانستان کې کارګو؛ افغانان بهر ته د توکو استولو کې ننګونو سره مخ دي

دې وروستیو کلونو کې د توکو لېږدولو برخه «کارګو» د ځینو افغان ځوانانو لپاره د عاید په سرچینې بدله شوې. نهو ولایتونو کې له ۲۶ ځوانانو (۲۰ هلکانو او ۶ نجونو) سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې دغه فعالیت له جوړښتي، اداري او بهرنیو ستونزو سره مخ دی، داسې ستونزې چې د دې وړو سوداګریزو فعالیتونو د دوام لپاره جدي ګواښ جوړوي.

له ګاونډیو هېوادونو ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

یاد کمېسیون نن شنبه، سلواغې ۲۵مه ویلي چې ۱۰ کورنۍ د نیمروز د ابریشم پله له لارې، ۹ کورنۍ د هرات د اسلام‌قلعه له لارې، ۴۴ کورنۍ د کندهار د سپین‌بولدک له لارې، ۶۲۱ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې او ۸ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

نړیوال جام؛ ایرلنډ له عمان لوبه وګټله

د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې عمان ته په ۹۶ منډو ماته ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی ایرلنډ لوبډلې توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ منډې جوړې کړې.

ملګروملتونو د مصنوعي ځیرکتیا لپاره نوی نړیوال علمي پلاوی وټاکه

د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ له لوري د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې د یوه نوي خپلواک نړیوال علمي پلاوي د غړو ټاکنه شوې ده.

د د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په وینا، دغه پلاوی به د خپلواک او علمي لیدلوري په وړاندې کولو سره دا زمینه برابره کړي چې د نړۍ ټول هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا په بحثونو کې په عادلانه او برابر ډول ګډون ولري.

د ایران او امریکا د اټومي مذاکراتو دویم پړاو په سویس کې کېږي

اکسیوس راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو دویم پړاو به په سویزرلنډ کې جوړ شي.

یادې رسنۍ نن شنبه، فبرورۍ ۱۴مه، د امریکايي ډیپلوماتانو له قوله لیکلي چې په دې پړاو کې هڅه کېږي داسې هوکړه وشي چې د جګړې مخه ونیسي.

ډونالډ ټرمپ: ډېر ژر به ونزویلا ته سفر وکړم

ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وکړې او د ونزویلا د سرپرستې مشرې ستاینه وکړه. د نوموړي په وینا، واشنګټن او کاراکاس دامهال په ځانګړي ډول د تېلو د لاسرسي او معاملاتو په برخه کې «ډېر نږدې» یو له بل سره کار کوي.

د ځنګلونو وهل؛ بادغیس کې د پستې ونو لپاره د خطر زنګ

ژمي کې سون‌توکو ته د اړتیا له زیاتېدو سره هم‌مهاله، بادغیس کې د ځنګلونو وهلو یو ځل بیا د دې ولایت د اوسېدونکو او مسوولانو اندېښنې راپارولي.
د بادغیس د کرنې ریاست مسوولان وایي، سړه هوا، بېوزلي، بېکاري او د سون‌توکو د بدیلو سرچینو نشتوالی هغه لاملونه دي چې یو شمېر خلک د ځنګلونو پرې کولو ته هڅوي.

ډونالډ ټرمپ: ډېر ژر به دویمه بېړۍ منځني ختیځ ته واستول شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالتونه به ډېر ژر دویمه الوتکه وړونکې بېړۍ هم منځني ختیځ ته واستوي.
هغه وویل، باور لري چې ایران سره به خبرې بریالۍ وي، خو که تړون کې پاتې راشي، دا به د ایران لپاره بده ورځ وي.
ټرمپ د ایران په اټومي پروګرام د فشار زیاتولو لپاره منځني ختیځ ته د الوتکو وړونکې دویمې بېړۍ د استولو هوډ لري.