
د امنیت شورا پرېکړې ته غبرګون؛ ذبیحالله مجاهد د بندیزونو تمدید ناکامه کړنلاره بولي
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د امنیت شورا له لوري پر اسلامي امارت د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د بندیزونو تمدید ناکامه کړنلاره ده. هغه له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې د اسلامي امارت پر وړاندې په خپلو سیاستونو بیاکتنه وکړي او افغانستان سره همکاري او رغنده تعامل ولري.





