تېرکال څه باندې ۲۱۸زره معلولان د بیارغونې له خدمتونو برخمن شوي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې (ICRC Afghanistan) اعلان کړی چې په تېر میلادي کال کې یې له ۲۱۸زرو څخه ډېرو معلولیت‌لرونکو کسانو ته د فزیکي بیارغونې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د تحرک بېرته ورګرځول، د کرامت بېرته ورګرځول دي.»

ټرمپ: تهران غواړي له واشنګټن سره هوکړې ته و‌رسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې ایران لېواله دی د خپل اټومي او توغندیز پروګرام په اړه له واشنګټن سره هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ له «فاکس بیزنس» شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا یوه ستره سمندري بېړۍ د ایران پر لور روانه ده. نوموړي زیاته کړه: «زه فکر کوم هغوی غواړي هوکړې ته ورسېږي، او که دا کار ونه کړي، احمقان به وي.»

له زده‌کړو محرومیت نجونې له وخت وړاندې ودونو ته اړ کړي

بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر نجونې سلام‌وطندار ته وايي، له زده‌کړو محرومېدو وروسته، کورنیو یې واده کولو ته اړې کړي.
۲۲ کلنه زینب چې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت لګولو پرمهال د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د درېیم سمستر محصله وه کورنۍ یې داسې هلک سره واده کولو ته اړ کړې چې هغې ورسره رضایت نه‌درلود.

د برښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ میګاواټه برښنا تړون لاسلیک شو

د افغانستان برښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ هېواد کې د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید پنځو پروژو د عملي چارو د پیل تړون لاسلیک شو.

د برښنا شرکت مشر ملا عبدالحق همکار نن چهارشنبه په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه تړون د برښنا شرکت په تاریخ کې تر ټولو لوی او مهم تړون دی.

راتلونکې یکشنبه هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د راتلونکې یکشنبې ورځ، سلواغې ۲۴مه، به د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې او له افغانستان څخه د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

یوناما یو ځل بیا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما له اسلامي امارت یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیت لرې کړي.

یوناما نن د فبروري ۱۱ علم کې د ښځو او نجونو رول نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، څه باندې ۱۶۰۰ ورځې کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوي.

ګوترش: د نجونو د علمي هیلو پوره‌کېدو زمینه دې برابره شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د علومو په برخه کې د جنسیتي برابرۍ پر کلیدي رول ټینګار کړی او ویلي، ساینس کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او باید د ښځو او نجونو د علمي هیلو د پوره کېدو زمینه برابره شي. هغه ویلي، نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې دي.