د بامیانو د څمڅ‌مېشتو ژوند؛ هیله، وېره او سړه هوا

۲۶ کلنه فاطمه چې د څلورو ماشومانو مور ده او له تېرو درېیوو کلونو راهیسې د بامیان په یوه څمڅه کې ژوند کوي، وایي، د خاوند د کم عاید له امله یې د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه‌لري او ژمی د سون توکو او اسانتیاوو پرته تېروي. جمیله چې د بامیان بله څمڅ‌مېشته ده، هم ورته کیسه لري. نوموړې د خپل خاوند له وزګارتیا او د څمڅې د ګرمولو لپاره د سون توکو له نشتون شکایت کوي.

پر پاکستاني درملو بندیز؛ افغانان د درملو له لوړو بیو شکایت کوي

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ ډیورنډ فرضي کرښه کې له نښتو وروسته، د افغانستان په بازارونو کې د ځینو سوداګریزو توکو د بیو د لوړوالي ترڅنګ، د درملو بیې هم لوړې شوي.

بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېرهېوادوال او درمل پلورونکي وایي چې د تېرو درې اوونیو په ترڅ کې د درملو بیې په څرګند ډول لوړې شوي دي.

د پاکستان بدیلې لارې؛ ایران او اوزبیکستان سره د کابل سوداګري زیاته شوې

د اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۲۴کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له اېران د سوداګرۍ کچه ۱.۳ مېلیارده او ۸۱ مېلیونه ډالر وه، خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه ۳.۵ مېلیارده اوه مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

شل اووره نړیوال جام؛ سکاټلنډ اېټالیا ته ماته ورکړه

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام کې نن سکاټلنډ لوبډلې د ۷۳ منډو په توپیر اېټالیا ته ماته ورکړه.

دغه سیالي چې نن له غرمې مخکې پیل شوه، سکاټلنډ لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۷ منډې جوړې کړې.

اسراییل د فلسطین لوېدیځه غاړه کې خپل کنټرول پراخوي

د اسراییلو امنیتي–سیاسي شورا له هغو اقداماتو سره  هوکړه وکړه چې له مخې یې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ښارګوټ‌مېشتو له‌‌خوا د ځمکو پېر اسانه کېږي او د فلسطینیانو پر وړاندې اسراییلي چارواکو ته پراخ اجرایي واکونه ورکوي.

پر اوکراین د روسیې برید؛ درې کسان وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې د شپې ډرون بریدونو د یاد هېواد په ختیځ او سوېل کې لږترلږه درې کسان وژلي چې په‌کې یوه مور او د هغې لس کلن زوی هم شامل دي.

د ختیځ خارکېیف د بوهوډوخیو ښار په هستوګنیزه سیمه کې د برید پرمهال لس کلن هلک او د هغه مور وژل شوي دي.

د اسلامي امارت او ایران چارواکو د سرحدي همکاریو په پیاوړتیا ټینګار کړی

د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتيا ټینګار کړی.

کابل کې د ایران سفارت ویلي چې کاظم غریب ابادي او مولوي نورالله نوري دغو خبرو کې، پولو کې دوه اړخیزې همکارۍ مثبتې ارزولي.