اسلامي امارت د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي لپاره د تاجیکستان د همکارۍ غوښتنه کړې

افغانستان سره پر ګډه پوله د نشه‌يي توکو له قاچاق کوونکو سره د نښتو زیاتوالي په تړاو د تاجیکستان اندېښنو ترڅنګ، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د دې ستونزې حل د دواړو هېوادونو ترمنځ لا جدي همکاریو ته اړتیا لري. هغه وویل، که سرحدي ګزمو لپاره اړینې همغږۍ رامنځته شي، د نشه‌يي توکو قاچاق به تر ډېره راکم شي.

فاریاب کې یوې مېرمنې نورو ته د خیاطي زده‌کړې کارخونه جوړه کړې

د فاریاب د المار ولسوالي اوسېدونکې حمیرا ایوبي میمنې ښار ته له راتلو وروسته د خیاطي کوچنۍ کارخونه جوړوي چې نه یوازې دې، بلکې نورو نجونو او مېرمنو ته هم د عاید پر یوې سرچینې بدله شوې ده.

ایوبي واده کړی او لوړې زده‌کړې کړي او له واده وروسته یې، دارالمعلمین او قابلګي زده‌کړې کړې دي. هغه وايي چې دې کوچنۍ کارخونه کار کول، تر یوه بریده د دې د کورنۍ اړتیاوې برابروي.

له شخصيتي ځانګړنې اخوا؛ د افغان ځوانانو د ګوښه‌والي تجربو څېړل

کابل، هرات، بدخشان، کندز، فاریاب، بادغیس، کاپیسا او کونړ ولایتونو کې له ۳۵ ځوانانو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې د دغو ځوانانو ترمنځ د یوازیتوب تجربه او له ټولنې واټن اخیستل، په ډېرو مواردو کې تر یوه فطري شخصيتي ځانګړتیا اخوا ده او په مستقیم ډول د ټولنې له ټولنیزو، کورنیو او جوړښتي شرایطو اغېزمنه شوې.

د ځمکې لاندې د اوبو کمښت د کندوز کروندګر اغېزمن کړي

د کندوز د بېلابېلو ولسوالیو یوشمېر کروندګر وايي، د تېر په پرتله د ژورو څاه‌ګانو اوبه ډېرې ښکته تللي دي.

نجیب‌الله یو له دغو کروندګرو دی. نوموړی سلام‌وطندار ته وايي، د دوي په سیمه کې د ګڼو ژورو څاه‌ګانو اوبه کمې شوي چې د کرنیزو فصلونو لپاره بسنه نه‌کوي او یوشمېر څاه‌ګانې وچې شوي دي.

اوچا:  ۴.۲ میلیونه افغانان سرپناه ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې شاوخوا څلور میلیونه او ۲۰۰زره افغانان د سرپناه د برابرولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

اوچا نن یکشنبه (د سلواغې ۱۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا اړتیا د طبیعي پېښو د زیاتېدو، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بېرته راستنېدو او د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.

افغانستان نړیوال جام په ماتې سره پیل کړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د هند او سریلانکا په کوربه‌توب روان شل اووره سیالیو نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې ته وبایلله.

افغانستان په دغه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۱۸۳ منډو هدف ورکړی و چې د نیوزیلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۸ اوور کې ترلاسه کړ او بریا یې، خپله کړه.

سوریې او سعودي د میلیاردونو ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

دمشق او ریاض د هوايي چلند، انرژۍ، املاکو او مخابراتو په برخو کې د سترو پانګونو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي. دا تړون د سوریې د نوې رهبرۍ د بیا رغونې د هڅو برخه ده چې هېواد یې له ۱۴کلنې کورنۍ جګړې وروسته له سختو ویجاړیو سره مخ دی.

عراقچي: د امریکا پوځي فشار ایران نشي وېرولی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ یوازینۍ اغېزمنه لاره ډیپلوماسي ده او نورې لارې مخکې ازمویل شوي او ناکامې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا پوځي حضور او پوځي فشار ایران نه‌شي وېرولی او په وینا یې، تهران د منطق او ډیپلوماسۍ پلوي دی او هم د جګړې لپاره چمتو ځواک لري.

د ۲۰۲۵ کال دریو میاشتو کې د پاکستان بریدونو کې ۵۴۷ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، د تېر ۲۰۲۵ کال وروستیو دریو میاشتو کې پر افغانستان د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې ۵۴۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې. یوناما نن یکشنبه دلوې ۱۹ / فبروري ۸ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو نښتو په پایله کې ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۷ نور ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه: افغانستان د سویابین تولید کې لوړ ظرفیت لري

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي چې افغانستان د سویابین د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري او دا محصول کولی شي د خوړو د خوندیتوب په ټینګښت، د تغذیې په ښه‌والي او د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم او بدلون‌راوړونکی رول ولوبوي.

چین کې چاودنه؛ اته کسان وژل شوي

د چین دولتي رسنیو نن (یک‌شنبه، د سلواغې ۱۹مه / د فبرورۍ ۸مه) راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال کې د یوې وړې بایوټکنالوژۍ کمپنۍ کې د چاودنې له امله اته کسان وژل شوي دي.

یاده چاودنه پرون د «جیاپنګ بایوټکنالوژۍ» په نوم شرکت کې رامنځته شوې چې د شانشي ولایت د شوویانګ ښار کې موقعیت لري.

کندهار کې په ۱.۸ میلیارد افغانیو د سړک جوړولو چارې پیل شوې

کندهار ښار کې د ۱.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت له امارت څلورلارې تر نساجي پله د ۸ کیلومتره په اوږدوالي او د ۸۰ مترو په پلنوالي د سړک اساسي جوړولو چارې پیل شوې.

د کندهار ولایت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا‌‌مهال د دې پروژې د لومړي فاز چارې د ۱۱۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوي او ۸ میاشتو کې به بشپړې شي.