انلاین تاوتریخوالی؛ هغه ټپ چې تر ډېره د ښځو رواني حالت په نښه کوي

د ټولنیزو شبکو یو شمېر ښځینه کاروونکې وايي، ډېری وختونه په بېلابېلو بڼو له انلاین تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ کېږي، داسې کړنې چې د هغوی پر ورځني ژوند او مسلکي فعالیتونو ناوړه اغېز کړی.

د دغو ښځو په وینا، انلاین تاوتریخوالی له یوې خوا د هغوی ورځني فعالیتونه اغېزمنوي او له بلې خوا یې پر رواني روغتیا منفي اغېز کوي.

حسنه پور؛ هغه دود چې همدردي پیاوړې کوي او ستونزې هواروي

په داسې حال کې چې اقتصادي ستونزو د ګڼو کورنیو ژوند له ننګونو سره مخ کړی، حسنه پور لا هم د خلکو ترمنځ د یوه غوره دود په توګه ځانګړی ځای لري؛ هغه دود چې د همدردۍ، باور او مرستې پر بنسټ ولاړ دی.

یو شمېر ښاریان وايي، دغه دود په سختو ورځو کې د کورنیو ژوند ژغورلی او د هغوی ډېرې ستونزې یې هوارې کړي.

سټیفن روډریګز: مرستندویه ادارو مو ۵۰ سلنه بودیجه پراختیايي پروژو کې لګولې

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام UNDP ویلي، د دغه سازمان ادارو د تېرو دوو کلونو پرمهال «۲۰۲۴ ـ ۲۰۲۵» خپله ۵۰ سلنه بودیجه پراختیايي پروژو ته ځانګړې کړې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټیفن روډریګز سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، روان کال کې هڅه کوي چې د افغانستان اقتصاد په کال کې له ۶ تر ۸ سلنې وده ولري.

ډونالډ ټرمپ: ایران سره مو ډېرې ښې خبرې درلودې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالتونو ایران سره ډېرې ښې خبرې درلودې او ټاکل شوې راتلونکې اونۍ بیا ځلې مذاکرات ترسره شي.

ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته وویل، ایران لېواله دی چې نسبت مخکینیو مذاکراتو ته ډېر کار وکړي، خو دغه برخه کې یې جزییات وړاندې نه‌کړل.

هغه وویل: «ښکاري چې ایران په جدي توګه غواړي هوکړې ته ورسیږي ـ باید همدا کار وکړي.»

د دفاع وزارت ویاند: پاکستان غیرمسوولانه امنیتي پېښې افغانستان ته منسوبوي

د دفاع وزارت ویلي، سره له دې چې اسلامي امارت د اسلام‌اباد یوه جومات کې د تېرې ورځې چاودنه غندلې، خو د پاکستان دفاع وزیر د تېر په څېر په غیرمسوولانه ډول دا پېښه افغانستان ته منسوب کړه.

د دغه وزارت ویاند تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ډول څرګندونې او پر افغانستان تور پورې کول هېڅ ډول منطق او بنیاد نه‌لري.