د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو او توپان له امله تړل شوې د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د واورې د ورښت او توپان له امله د سالنګ لویه لار د مسافرو د خوندیتوب او د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه په لنډمهالي توګه د هر ډول تګراتګ پرمخ تړل شوې ده.
اوچا په افغانستان کې د ژمنیو بشردوستانه مرستو کچه لوړه کړې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د خپلو همکارو بنسټونو په ملاتړ یې افغانستان کې د ژمنیو مرستو بهیر پراخ کړی. اوچا پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو مرستو کې د سون توکو وېش او د تودوخې لپاره نغدي مرستې، کمپلې او ګرم کالي، همدارنګه خوراکي توکي او تغذیوي مواد شامل دي، چې اړمنو کورنیو ته رسول کېږي.