لوګر کې د بې‌اسنادو موټرو د راټولولو بهیر پیل شوی

د لوګر د امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل چې د ترافیکو مدیریت له لوري په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د بې‌اسنادو موټرو پروړاندې د کنټرول بهیر پیل شوی او دامهال په ګڼو سیمو کې د موټرو د تلاشي او کنټرول لپاره چیک‌پاینټونه جوړ شوي دي.

بنګله‌دېش سره یووالی؛ پاکستان: نړیوال جام کې هند سره لوبه نه‌کوو

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د هند پر وړاندې د نړيوال شل اوريز کرېکټ جام (T20 World Cup) د سيالیو د بايکاټ «لوبې نه کولو» پرېکړه تاييد کړې او ويلي يې دي چې دا ګام یې، له بنګله‌دېش سره د يووالي د څرګندولو لپاره پورته کړی دی.

د اسراییلو په تازه بريدونو کې ۲۳ فلسطينيان وژل شوي

پر غزې  د اسراییلو په تازه هوايي بريدونو کې لږترلږه ۲۳ فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه  ورکړی دی. د طبي سرچينو په وينا، دا د اوربند له پيل راهيسې يو له تر ټولو مرګونو ورځو څخه ګڼل کېږي.

الجزيرې شبکې (سلواغې ۱۵مه / فبرورۍ څلورمه) راپور ورکړی چې د وژل شويو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.

په ۲۳ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل شوی

ياد رياست په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د پروان، بغلان، لوګر، پکتيا، پکتيکا، ميدان‌وردګ، باميان، دايکندي، غزني، زابل، روزګان، کندهار، هلمند، نيمروز، فراه، هرات، غور، بادغيس، فارياب، سرپل، جوزجان، بلخ او سمنګان ولايتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل شوی دی.

د روسیې او اوکراین د سولې خبرې؛ عمروف: ګټورې وې

د اوکراين او روسيې چارواکو د امريکا په منځګړيتوب د سولې خبرو لومړۍ ورځ پای ته رسولې او ټاکل شوې چې دا خبرې نن پنجشنبه هم دوام ومومي.

دا څرګندونې د اوکراين د مرکچي پلاوي مشر کړې دي. د اوکراين د ملي امنيت او دفاع شورا مشر رستم عمروف ويلي چې د چهارشنبې پر ورځ په ابوظهبي کې شوې خبرې «مانادارې او ګټورې» وې.

د عربي متحده اماراتو له زندانونو ۱۰۸ افغان بندیان ازاد شوي

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ۱۰۸ افغانان د متحده عربي اماراتو له زندانونو ازاد او یوشمېر یې، هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن پنجشنبه (سلواغې ۱۶مه)، پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ياد افغانان د اسلامي امارت د سفارت د هڅو او د متحده عربي اماراتو د ملي ورځې په مناسبت له بند څخه راخوشې شوي دي.