له وخت وړاندې د نجونو واده؛ له تنګسیې ورهاخوا کیسې

په یوشمېر ولایتونو کې کورنۍ وايي، د تنګسیې او ټولنیزو فشارونو له امله اړ شوي چې خپلې نجونې له وخت وړاندې واده کړي.

۳۵کلنه پروین د بدخشان اوسېدونکې ده، وايي، که څه هم غوښتل یې، ۱۵کلنه لور یې، زده‌کړې وکړي، خو په وینا یې، د فقر  له امله یې، خپله لور د هغې له خوښې پرته واده کړې ده.

کارځای کې نابرابري؛ د هغو ښځو کیسه چې د تبعیض له امله یې دندې پرېښي

که څه هم حقوق‌پوهان وايي چې د «الضرر یزال» فقهي قاعدې پربنسټ، هر ډول تبعیض ممنوع دی، خو یوشمېر دنده‌لرونکې مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي چې کاري چاپېریال کې له تبعیض سره مخ دي او ځینې بیا وايي، کاري چاپېریال کې د تبعیض له امله اړ شوي چې دندې پرېږدي.

امریکا د ایران یوه ډرون ویشتلې

یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د متحده ایالاتو پوځ یوه ایرانۍ ډرون چې د «ابراهام لینکلن» د الوتکو وړونکو بېړۍ ته نږدې شوی و، په هوا کې نسکوره کړې ده.

د راپورونو له مخې، یاد ډرون چې شاهد-۱۳۹ نومېده، د الوتکو بېړۍ پر لور روانه وه او د امریکا د اف-۳۵ جنګي جېټ‌الوتکې له‌خوا ویشتل شوې.

تېرکال هېواد کې د ناچاود توکو چاودنې له امله ۸۷ کسان وژل شوي

د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي چمتووالي ادارې ویلي چې د تېرکال پرمهال په افغانستان کې له جګړو پاتې مهماتو څخه ۱۹۳ پېښې ثبت شوي دي.

د دې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد، نن (چهارشنبه، د سلواغې ۱۵مه) رسنیو ته وویل چې د تېرکال په ترڅ کې د پاتې مهماتو د چاودنو له امله ۸۷ کسان وژل شوي او ۳۳۳ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، د دغو پېښو ۶۷.۵ سلنه قربانیان ماشومان دي.

غزه کې یو اسراییلی سرتېری ټپي شوی

د اسراییلو پوځ وايي چې د غزې په شمال کې یې یو احتیاطي افسر نن چهارشنبه، فبرورۍ څلورمه، د سهار له لوري د ډزو په یوه پېښه کې سخت ټپي شوی دی.

د پوځ په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې اسراییلي سرتېري د نامعلومو وسله‌والو تر برید لاندې راغلي دي.

د معمر قذافي زوی سیف‌الاسلام قذافي ترور شوی

د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی «سیف‌الاسلام قذافي» د لیبیا په زنتان ښار کې وژل شوی دی. دا خبر د لیبیا چارواکو او ځایي رسنیو تایید کړی دی.

د سیف‌الاسلام قذافي وکیل، خالد الزایدي او د هغه سیاسي سلاکار، عبدالله عثمان، جلا ـ جلا فېسبوک پیغامونو کې د نوموړي د مړینې خبر ورکړی؛ خو د پېښې په اړه یې نور جزییات نه‌دي شریک کړي.

انتونیو ګوټرېش: اسراییل دې غزې ته د مرستو د لېږد اجازه ورکړي

د ملګروملتونو سرمنشي، انتونیو ګوټرېش، له اسراییلو غوښتنه کړې چې په بېړني ډول غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي.

ګوټرېش دا غوښتنه پرون (سه‌شنبه، د سلواغې ۱۴مه) د امریکا د نیویارک په ښار کې د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د خپلې وینا پرمهال مطرح کړه. د ملګروملتونو سرمنشي همداراز د رفح له پولې د بشري مرستو د اسانه او بې‌خنډه تېرېدو غوښتنه هم کړې ده.

د سرطان نړیواله ورځ؛ WHO: افغانستان کې یې د ناروغانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د افغانستان څانګې د «سرطان نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د سرطان پر ناروغۍ د اخته کسانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

یاد بنسټ نن (چهارشنبه، د سلواغې ۱۵مه / د فبرورۍ ۴مه) پر اېکس (X)په یوه پیغام کې ویلي چې د سرطان د مخنیوي لپاره هر کوچنی ګام هم د ژوند ژغورلو ارزښت لري.

افغان‌ ۱۹کلن نن هند سره لوبېږي

د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه، فبرورۍ څلورمه، د ۱۹کلنو یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په نیمه پای‌لوبه کې نن د هند ۱۹کلنې کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن غرمه ۱۲:۰۰ بجې د زمبابوې حرارې سپورټسز کلب لوبغالي کې ترسره شي.

د یادو سیالیو په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې انګلستان اسټرالیا ته ماته ورکړه او پای‌لوبې ته ووتله.