د کندوز اوسېدونکي: د پېژندپاڼې اخیستلو لپاره د لارې ۳۰۰۰ افغانۍ ورکوو

د کندوز د لروپرتو ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي په ولسوالیو کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو له نشتوالي د وېش بهیر له اوږدېدو او د تګ‌راتګ له درنو لګښتونو شکایت کوي.

دوی وایي، په خپلو ولسوالیو کې د پېژندپاڼو د وېش مرکزونو نشتوالي دې ته اړ کړي چې خلک د پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره ډېر وخت او زیات لګښتونه وزغمي.

پروان کې کروندګرې مېرمنې په خپلو لاسونو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کوي

د پروان سړې هوا او ژمني موسم نه یوازې کرنیز فعالیتونه نه‌دي درولي، بلکې د یوشمېر کلیوالو مېرمنو لپاره یو فرصت هم ګرځیدلی چې ډېر کار وکړي او د کورنۍ اقتصاد پیاوړی وساتي.

دوي په کورونو کې دننه سبزۍ کري، له څارویو لبنیات راټولوي او محصولات یې بازار ته وړاندې کوي. که څه هم د دغو حاصلاتو عواید کم دي، خو تر یوه بریده یې اړتیاوې ورباندې پوره کېږي.

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ دوه کسان ټپیان شوي

د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې د توغندیزو او بې‌پېلوټه الوتکو (ډرون) په بریدونو د دې هېواد یوشمېر سیمې په نښه کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې نن سهار (سه‌شنبه، د سلواغې۱۴مه / د فبرورۍ ۳مه) د اوکراین پلازمېنه کېیف او د خارکېف ښارونه تر برید لاندې راوستي دي.

په څلورو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن (سه‌شنبه، د سلواغې۱۴مه / د فبرورۍ ۳مه) په څلورو ولایتونو کې د واورې او درنو بارانونو د ورښت اټکل کړی دی.

ډیمیټري مدودف: روسیه نړیواله جګړه نه‌ غواړي

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف ویلي چې نړۍ یو «ډېر خطرناک» پړاو ته داخله شوې، خو ټینګار یې کړی چې مسکو د درېیمې نړیوالې جګړې غوښتونکی نه‌دی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اوکراین جګړه له ۲۰۲۲کال راهیسې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ تر ټولو لوی تقابل بلل کېږي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د جاپان پر وړاندې سیالي کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (سه‌شنبه، د سلواغې۱۴مه) د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپل څلورمه لوبه کې د جاپان د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپلې رسمي فیسبوک‌پاڼې له لارې اعلان کړی چې دا لوبه به نن له غرمې وروسته په ۲:۳۰ بجې ترسره شي.