له ایران جبري ایستنه؛ «ژمی دی، کوټه مې سړه ده او سون توکي نه‌لرم»

له ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د ډېرو کورنیو لپاره د کړاوونو د نوي پراو پیل بلل کېږي چې د دې بهیر له امله تر ټولو ډېرې ښځې زیانمنې شوي او فقر، ناروغیو، وزګارتیا او سختو رواني فشارونو سره مخ دي.

۳۰کلنه بلقیس سلام‌وطندار ته وایي، سره له دې چې په ایران کې یې د هستوګنې قانوني اسناد لرل، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په زوره افغانستان ته راستنه کړل شوې ده.

نړیوال بنسټونه: ا.ا دې د پراختیايي پروژو پلي‌کېدو ته اسانتیاوې برابرې کړي

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت مسوولانو نن یکشنبه، سلواغې ۱۲مه، د هېواد په کلیوالي سیمو کې د پراختیايي پروژو د ښه پلي‌کېدو په موخه، په کابل کې له نړیوالو بنسټونو او کورنیو موسسو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور، له نړیوالو بنسټونو او کورنیو موسسو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د کلیو وضعیت د ښه‌والي لپاره پراختیايي پروژې د دې وزارت په همغږۍ عملي کړي.

UNODC: افغانستان کې د شیشې او نشه‌يي ګولیو کارول ډېر شوي

د ملګروملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کارونې بڼه د بدلون په حال کې ده او د دودیزو نشه‌یي موادو ترڅنګ د مصنوعي نشه‌یي توکو او طبي درملو ناوړه کارونه مخ پر ډېرېدو ده.

پکتيا کې سبا د ګوزڼ واکسين څلور ورځنی کمپاين پیلېږي

د پکتيا عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د مرکز ګردېز په ګډون په ۱۴ولسواليو کې د پوليو«ګوزڼ» ناروغی د مخنيوي څلور ورځنی کمپاين سبا دوشنبه پیلېږي.

د دوی د معلوماتو له مخې، په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۲۵۸زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

له ګاونډیو هېوادونو ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون وايي چې پرون «شنبه، سلواغې یوولسمه، ۳۵۰ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څځه بېرته هېواد ته راستنې شوي دي.

د یاد کمېسیون په وینا، اته کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پُل له لارې، څلور کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې، ۲۰ کورنۍ د کندهار د سپین‌بولدک له لارې او ۳۱۸ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

خلیل الحیه: اسراییل هره ورځ له اوربند سرغړونه کوي

د حماس د سیاسي دفتر غړي، خلیل الحیه، ویلي چې اسراییل نږدې هره ورځ د اوربند تړون څخه سرغړونه کوي او دا موضوع یې له منځګړو هېوادونو او ځینو ناپېژاندو نړیوالو لورو سره په خپلو وروستیو خبرو کې راپورته کړې ده.

الحیه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې اسراییلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په سوېلي او مرکزي سیمو کې د هوايي بریدونو پرمهال له ۳۰ څخه زیات فلسطینیان ووژل.