
د سرو زرو لوړې بیې؛ «که طلا نهوي واده نشې کولی»
د وروستیو میاشتو پرمهال په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیو لوړېدو سره دې چارې په هېواد دننه پر یوشمېر کورنیو منفي اغېز کړی او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.
یوشمېر هغه کورنۍ چې د خپلو اولادونو د واده لپاره پر چمتووالي بوخت دي، سلاموطندار ته وايي چې د سرو زرو بیو لوړېدو دوی تر سخت فشار لاندې راوستې دي.








