یوه میاشت کې افغانستان سره ۴۳ میلیونه ډالره بهرنۍ مرسته شوې

په داسې حال کې چې د روان لمریز کال لپاره په افغانستان کې د مالي سرچینو د کمښت او د بشري اړتیاوو د زیاتېدو په اړه پرله‌پسې خبرداري ورکړل شوي، یوشمېر هېوادونو، بنسټونو او بېلابېلو سازمانونو په تېره یوه میاشت کې، په ټولیز ډول له ۴۳میلیونه ډالرو ډېرې مرستې د افغانستان له مرستندویو بنسټونو سره کړې دي.

دنده‌لرونکې مېرمنې: د ګټلو پیسو د مصرف واک نه‌لرو

یوشمېر دنده‌لرونکې مېرمنې وايي، که څه هم دنده لري، خو د عاید لګولو اختیار نه‌ورکول کېږي او د خاوند او یا هم کورنۍ له لوري د معاش ورسپارلو له امله پرې فشار راوړل کېږي.

دیني عالمان وايي چې اسلام کې مېرمن او نارینه دواړه د مالکیت حق لري او څوک واک نه‌لري چې د مېرمنې له خوښې پرته له هغې معاش واخلي.

اوزبیکستان له اسلامي امارت سره د پوځي او تخنیکي همکاریو پر پراختیا غور کوي

د اوزبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له لوري د دې مسودې له مخې، ټاکل شوې د ۲۰۲۶کال د جون تر میاشتې پورې له افغانستان سره د پوځي ـ تخنیکي همکاریو یو پروګرام جوړ شي او وروسته د تایید لپاره د اوزبیکستان د ولسمشر تر څار لاندې امنیت شورا ته وړاندې شي.

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړی

د ایران د قضایي ادارې د مطبوعاتو د خبر له مخې، دغه هېواد نن چهارشنبه، جنورۍ ۲۸مه، د حمیدرضا ثابت اسماعیل‌پور په نوم یو کس اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړی دی.

حمیدرضا ثابت اسماعیل‌پور د ۲۰۲۵کال د اپرېل په ۲۹، نیول شوی و او وروسته د جاسوسۍ او د اسراییلو استخباراتي ادارې (موساد) سره د معلوماتو او محرمو سندونو د شریکولو په تور د ایران د سترې محکمې له تایید وروسته د قانوني پروسیجرونو له مخې ځړول شوی دی.

احمدالشرع نن روسیې ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع نن چهارشنبه، د کب اتمه، د یوه رسمي سفر په ترڅ مسکو ته لاړ شي.

نوموړی به د یاد سفر پرمهال د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین سره وویني او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه به خبرې وکړي.

هند کې د الوتکې غورځېدل؛ د لوړپوړي چارواکي په ګډون ۴ کسان وژل شوي

هند کې د الوتکې لوېدو پېښه کې د مهاراشترا مرستیال وزیر اجېت پوار په ګډون ۴ کسان وژل شوي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې پېښه نن چهارشنبه سهار هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې الوتکې د مهاراشترا ایالت «بارامتي» هوايي ډګر کې د ښکته کېدو هڅه وکړه.

امریکا کې د واورو او توفانونو له امله د مړو شمېر ۳۸ ته لوړ شوی

د امریکا په ۱۴ ایالتونو کې د تېرو څو ورځو واورو، توفانونو او سړې هوا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۸ ته لوړ شوی.

د راپورونو پراساس، ۱۰ کسان یوازې په نیویارک ښار کې، چېرته چې تودوخه په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې وژل شوي.

امریکايي چارواکو ویلي، ښايي د مړینو شمېر نور هم لوړ شي.