واوره او زلزله‌ځپلي؛ «زوی مې ناروغ دی او ساړه ډېر دي»

هغه وویل: «له زلزلې راهیسې موږ په خیمه کې ژوند کوو. تقریباً څلور تر پنځو میاشتو کېږي چې ژوند مو په خیمه کې تېریږي. هغه کلینیکونه چې نهادونه زموږ لپاره جوړ کړي، زموږ د خیمې سره نږدې دي، نو که ناروغه شو همدې ته ځو؛ خو که ناروغي جدي وي، ښار ته ځو. دا بارانونه او واوره زموږ لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړي؛ ناروغان ډېر شوي او خیمې هم نه وې وېشل شوې.»

له تلوسې تر پېژندنې؛ مصنوعي ځیرکتیا سره د هادي د بلدتیا کیسه

هادي هادي نومېږم او د کابل د یوه خصوصي پوهنتونو د کمپیوټرساینس پوهنځي زده‌کړیال یم. په یوه ښوونیز مرکز د تافل نړیوالې ازموینې لپاره پر چمتووالي هم بوخت یم.

له مصنوعي ځیرکتیا سره مې بلدتیا د ټولنیزو رسنیو د کارولو پرمهال پیل شو. د یوټیوب ویډیو مې لیدلې او د انسټاګرام منځ‌پانګه مې اړوله او راوړله چې ناڅاپي مې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه پر یوه مطلب ولګېدې.

لوګر کې یوې مېرمنې لسګونو اوزګاره ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

په داسې حال کې چې بېکاري هېواد کې د ډېرو ښځو لپاره پر یوې جدي ټولنیزې ستونزې بدله شوې، لوګر کې د حمیرا هاشمي په نوم یوې هوډمنې میرمنې د لسګونو بېکاره ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې. هغه وایي، په پیل کې یې یوازې د کورنۍ او نږدې خپلوانو لپاره جامې ګنډلې، خو ورو ورو د سیمې خلکو پرې باور وکړ او خپلې جامې یې د ګنډلو لپاره ور وړلې.

مایکرون شرکت سنګاپور کې په ۲۴ میلیارد ډالرو د چپونو کارخونه جوړوي

د امریکا د چپ جوړولو شرکت مایکرون ټکنالوژي اعلان کړی چې په سنګاپور کې د ۲۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د چپ جوړولو نوې کارخونه جوړوي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د چپونو له جدي نړیوال کمښت سره د مقابلې لپاره د تولید د زیاتولو سیالي روانه ده.

امریکايي چارواکی: که ایران وغواړي واشنګتن خبرو ته چمتو دی

یو امریکايي چارواکي وايي، که ایران له واشنګتن سره د تماس غوښتنه وکړي، دغه هېواد له تهران سره د «همکارۍ او خبرو» لپاره چمتو دی.

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه (د سلواغې ۷مه / د جنورۍ ۲۷مه) د دغه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ایران د خبرو له شرایطو خبر دی او پوهېږي چې په احتمالي مذاکراتو کې به کوم موضوعات مطرح کېږي.

ناروې له افغانستان سره ۹۹۰زره ډالره مرسته وکړه

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې اعلان کړی چې د ناروې حکومت افغانستان ته ۹۹۰زره امریکايي ډالره مرسته کړې ده.

اوچا نن سه‌شنبه، (د سلواغې ۷مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا مرسته به په افغانستان کې د بېړنیو بشري بحرانونو د مدیریت او ځواب ویلو لپاره ولګول شي.

نریندرا موډي: هند او اروپايي ټولنې د سوداګرۍ تاریخي تړون وروستی کړ

د هند او اروپايي ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تاریخي هوکړه وروستۍ شوه چې د نړۍ د اقتصاد شاوخوا څلورمه برخه به تر پوښښ لاندې راولي.
د هند لومړي وزیر نریندرا موډي نن سه‌شنبه وویل: «د نړۍ خلک دا تړون د ټولو تړونونو مور بولي. دا هوکړه به د هند د ۱.۴ میلیارد وګړو او په اروپا کې د میلیونونو خلکو لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي.»

د ماشومانو ژغورنې سازمان: ژمی د زلزله‌ځپلو ماشومانو ژوند ګواښوي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان «Save the Children» د افغانستان برخې ویلي، دې وروستیو کې درنې واورې د دې هېواد په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې.

دغه بنسټ دوشنبه د دلو ۶ ویلي چې په ختیځ کې ۵ زره او ۷۰۰ زلزله‌ځپلې کورنۍ په لنډمهالو کمپونو کې ژوند کوي.

امریکا کې واورو او توفان ۲۸ کسان مړه کړي

د امریکا بېلا بېلو ایالتونو کې د تېرو څو ورځو واورو، توفانونو او سړې هوا له امله ۲۸ کسان مړه شوي.

د راپورونو پراساس، امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي د مړینو شمېر نور هم لوړ شي.

همدارنګه د واورو او توفانونو په دلیل امریکا کې ۱.۵ میلیون کسانو او سوداګریزو مرکزونو ته برښنا قطع شوې.

چارواکو ویلي چې ښايي په سلګونه زره نورو کسانو هم برښنا پرې شي، نو په دې توګه یې غوښتنه کړې چې د برښنا او ګاز دواړو کارول کم کړي.