وړیا ښوونیزې ویډیوګانې؛ د ځوانانو مهارتونو لوړولو لپاره نوی فرصت

له ۲۸ ځوانانو (۱۴ نجونو او ۱۴ هلکانو) سره د سلام‌وطندار د خبرو موندنې ښيي چې دغو ځوانانو په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو وړیا ښوونیزو ویډیوګانو له لارې خپل فردي، تعلیمي او مسلکي مهارتونه لوړ کړي.
دغه ځوانان وایي چې ډیجیټلي زده‌کړې یې د یوټیوب، فېسبوک، انسټاګرام، ټیلیګرام او واټساپ له لارې په انلاین بڼه ترلاسه کړي.

امریکا کې توپان؛ زرګونه الوتنې او ۲۳۰۰۰۰زره کسانو برښنا پرې شوې

د امریکا په ډېرې برخو کې د «فیرن» په نوم د تاریخي ژمني توپان له امله څه باندې ۴۰۰۰ الوتنې لغوه شوې او د یکشنبې لپاره نږدې ۹۴۰۰ نورې هم ځنډول شوي دي.

دغه توپان چې د ټکساس له لوېدیځ تر ختیځ پورې پراخېدونکی دی، تراوسه د شاوخوا ۲۳۰۰۰۰زره خلکو برښنا پرې کړې ده.

اقتصادي ننګونو یوشمېر مېرمنې د پور ترلاسه کولو ته اړ کړي

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۲۳ مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې دغه مېرمنې د کوچنیو پوروونو په ترلاسه کولو سره، هڅه کړې چې په خپلو پښو ودرېږي، خو د یادو مېرمنو له ډلې یې، د شپږو هغو تجربې ښيي چې دغو پورونو د فرصتونو ترڅنګ اقتصادي او رواني فشارونه هم له ځان سره لرل.

اسراییلو غزه کې د لرګیو راټولونکي ماشومان په نښه کړي

طبي سرچینو ویلي چې د غزې شمالي سیمه کې د اسراییلو د ډرون برید پرمهال د یوې کورنۍ دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کېږي ماشومان د یوې کورنۍ غړي وو او هغه مهال په نښه شوي چې د کمال عدوان روغتون ته نږدې یې لرګي راټولول.

د حقاني او ډيکارلو لیدنه؛ پر دوامداره تعامل ټینګار شوی

د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په پرمختګ، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، د خصوصي سکټور پر وړاندې د محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې شوي.

امیرخان متقي او ډيکارلو د تعامل په پراختیا خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډي‌کارلو سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کتنه کې دواړو لوريو د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه وکړل.