
اروپايي ټولنې افغانستان کې د زدهکړې لپاره ۴.۷ میلیون یورو ځانګړي کړي
د اروپایي ټولنې د افغانستان څانګې د زدهکړې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو په همکارۍ، د افغانستان د ښوونې برخې ته ۴ میلیون او ۷۰۰ زره یورو ځانګړي کوي. اروپایي ټولنې زیاته کړې چې له دغې مرستې به په پنځو ولایتونو کې ۷ زره او ۵۰۰ ځوانان او لويان ګټه واخلي.
