
شرافت زمان: د هوا ککړتیا له امله ۳.۸ میلیونه ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل سلاموطندار سره خبرو کې ویلي، د ۲۰۲۵کال وروستیو درېوو میاشتو کې د هوا ککړتیا له امله ۳.۸ میلیون ناروغانو د هېواد دولتي روغتونونو ته مراجعه کړې ده.
د نوموړي په وینا، په دې موده کې د نږدې ۲.۴ میلیونه ناروغانو عمرونه له ۵ کلونو زیات دي. ۱.۴ میلیون هغه ناروغان دي چې له پنځو کلونو کم عمر لري.











