کابل کې چاودنه؛ چین خپلو وګړو ته: افغانستان ته له تلو ډډه وکړئ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیایون نن سه‌شنبه مرغومې ۳۰مه د خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته ویلي چې اسلامي امارت سره یې د تېرې ورځې د چاودنې په اړه خبرې کړې او غوښتنه یې کړې چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې بیړني ګامونه پورته کړي.

کندوز کې د کارګرو ماشومانو هیلې؛ «کاش چې زه هم ښوونځي ته تللی»

کندوز کې یوشمېر کوچني کارګر ماشومان د ژوند د ناخوالو تر سیوري لاندې له زده‌کړو او لوبو محروم، پر خپلو سپکو اوږو درانه بارونه وړي.

دغه کارګر ماشومان اړ دي چې له سهاره تر ماښامه د کندوز ښار په ګوټ ګوټ کې درانه کارونه وکړي او د شپې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

زابل کې یوه ځوان د «کعبې او مدینې» د ودانیو ډیزاینونه جوړ کړي

د زابل مرکز کلات اړوند د هزاري کلي اوسېدونکی قاري عبدالله عابد، له دولسم ټولګي فارغ دی او دامهال د میرویس خان نیکه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی.

نوموړی د شخصي هڅو او امکاناتو پربنسټ د یو کال په موده کې داسې هنري او تخنیکي ماډلونه جوړ کړي چې د اسلامي مقدساتو درناوی او عصري ټکنالوژي په کې یوځای شوې ده.

د محمد صادق او لېنډسي لیدنه؛ په سیمه‌ییز ثبات ټینګار شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان او برتانیې ځانګړو استازو د سیمې پر امنیتي وضعیت، وروستیو بدلونونو او امنیتي ننګونو خبرې کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن سه‌شنبه جدي ۳۰ / جنوري ۲۰ پر اېکسپاڼه لیکلي چې اسلام‌اباد کې یې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره لیدلي.

اسراییلو د لبنان سوېل کې هوايي بریدونه کړي

د اسراییلو پوځ اعلان کړی د لبنان په سوېل کې یې د حزب‌الله ډلې اړوند پر څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د لبنان ملي خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییلي جنګي جېټ الوتکو پرله‌پسې او هوايي بریدونه کړي او هغه سیمه یې په نښه کړي چې د «انصار» او «الزراریه» ښارګوټو ترمنځ موقعیت لري.

ډونالډ ټرمپ: د نوبل جایزه رانه‌کړل شوه، نور د سولې په اړه فکر نه‌کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که څه هم نړۍ کې یې بېلابېلې جګړې درولي او د سولې نوبل جایزې نه‌ده ورکړل شوې، نو دی نور «د سولې» په اړه فکر نه‌کوي.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ګرینلنډ پر سرلانجه پراخه شوې او د امریکا او اروپا ترمنځ د نوې سوداګریزې جګړې د پیل اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

متقي او عراقچي په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي، د ایران او اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي: «عراقچي د افغانستان د دولت، ولس او رسنیو له مثبتو دریځونو مننه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې د ودې په حال کې بللي.»