حمدالله فطرت: د افغانستان په اړه ناستو کې د ا.ا د استازي ګډون ګټور دی

د اسلامي همکاریو سازمان نن شنبه، مرغومې ۲۸مه، د افغانستان په اړه د تماس ډلې د تخنیکي ـ مقدماتي غونډې کوربه‌توب وکړ. په دې ناسته کې د تماس ډلې غړو د افغانستان پر وړاندې د ګډ او متوازن چلند پر اهمیت او اړتیا ټینګار کړی دی.

د کابل اوسېدونکي: اسلامي امارت دې د خلکو ستونزې هوارې کړي

د کابل یوشمېر اوسېدونکو نن «یکشنبه، مرغومې ۲۸مه» د یوې ناستې پرمهال له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي. دغه ناسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د «ملي وحدت، د اسلامي نظام بقا او د خلکو هوساینې» تر سرلیک لاندې جوړه شوې و.

روانه میاشت له پاکستانه د افغانانو د ستنولو بهیر ۱۸سلنه زیات شوی

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې له پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو بهیر په جنورۍ میاشت کې ۱۸سلنه زیات شوی دی.

د یادو سازمانونو په راپور کې ویلي چې د وروستۍ یوې میاشت پرمهال څه باندې ۱۳۰زره افغان کډوال پاکستان کې نیول شوي او ۹۰سلنه هغه افغان کډوال نیول شوي چې افغان ښاري کارټونه یې لرل او یا هم بې‌اسناده کډوال وو.

یوشمېر متقاعدین: تقاعد مو پر وخت نه‌راکول کېږي

د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو یوشمېر متقاعدین سلام‌وطندار ته وايي چې اړوند بنسټونو ته له مراجعې سره سره، پر دې نه‌دي بریالي شوي چې خپل تقاعد ترلاسه کړي.

د دوی په وینا، د خپلو حقوقو ترلاسه کولو  کې د ځنډ له کبله دوی له بېلابېلو ستونزو سره لاس او  ګرېوان دي. دوی زیاته کړه چې د ژمي لپاره د سون، خوراکي او غیرخوراکي توکي نه‌لري.

کندهار کې د ټرافیکي پېښو مخنیوي او ګڼې‌ګوڼې کمولو لپاره هڅې پیل شوي

د کندهار ښار د ښاري نظم د ټینګښت لپاره د ترافيک پوليسو شمېر زیات شوی او د ښار پر مهمو داخلي لارو، چوکونو او ګڼ‌مېشتو سیمو کې د څار او کنټرول بهیر پیاوړی شوی دی.

محلي مسوولان وایي، د موټرچلوونکو له‌خوا د ترافيکي څراغونو نه‌مراعت، بې‌احتیاطي او ناقانونه موټرچلونه د ښار د بې‌نظمۍ اساسي لاملونه دي چې له امله یې وخت ناوخته ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.