د خوړو نړیوال پروګرام: پنځه میلیونه افغان مېرمنې او ماشومان خوارځواکۍ سره مخ دي

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا او د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته مېرمنو او ماشومانو د شمېر لوړېدو په اړه د اندېښنو په څرګندونو سره هم‌مهاله، په لروپرتو سیمو کې یوشمېر کورنۍ وايي چې د سږکال وچکالۍ د ژوند شرایط ورته سخت کړي او خوړو ته یې لاسرسی محدود کړی دی.

د سینګاپور پاسپورټ لومړی او د افغانستان وروستی ځای ترلاسه کړی

د لندن مېشت بنسټ «هنلي او شرکا» د پاسپورټونو د ځواک په وروستي شاخص کې د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ بللی دی. د دې راپور له مخې، د افغانستان پاسپورټ‌لرونکي کولای شي یوازې ۲۴ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

تېرکال د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارو د ۵،۱میلیونه مټریک ټُنه توکو انتقالات شوي

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارو څخه د ۴٫۳ میلیونه متریک ټُنه توکو انتقالات شوی و، خو په ۲۰۲۵کال کې دا کچه له ۵٫۱ میلیونه متریک ټُنو څخه اوښتې ده. د دغو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د لېږد رالېږد اندازه د تېرکال «۲۰۲۴» په پرتله ۱۷٫۶۵ سلنه زیاتوالی ښيي.»

پاکستان کې ټرافیکي پېښه؛ ۱۴ کسان مړه شوي

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور بیا ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ادارې د چارواکو په وینا، دغه پېښه د سرګودې په کوټ مومن سیمه کې د سختې لوخړې له امله رامنځته شوې ده.

پر اوکراین د روسیې برید؛ دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي

د دنیپروپېتروفسک سیمې د ادارې مشر، اولېکساندر هانژا، پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې روسي ځواکونو د نیکوپول ښار په نښه کړی او له امله یې دوه ښځې وژل شوي او شپږ نور کسان ټپیان دي.

بل‌‌خوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یې د اوکراین د زاپورېژیا په سیمه کې پنځه مېشت ځایونه نیولي دي.