
د ملاتړ نهشتون او اقتصادي فشارونو کونډې ښځې له اساسي حقونو بېبرخې کړي
په تېرو لسیزو کې افغانستان کې د جګړو او وسلهوالو نښتو له ډېرېدو سره، د کونډو ښځو شمېر په څرګند ډول زیات شوی.
دغه ښځې چې ډېری یې د کور سرپرستې او د کمعمره ماشومانو مېندې دي، د مېړه خپلوانو سره د بیا واده کولو په دلیل، تر ډېره له ټولنیزو فشارونو او له خپلو ماشومانو د بېلېدو له ګواښ سره مخ دي.








