امریکا په ایران کې د معترضانو د اعدامونو په اړه د جدي اقدام خبرداری ورکړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې په ایران کې د ولسي معترضانو پر وړاندې تاوتریخوالی او وژنې زیاتې شوي او که د معترضانو اعدامونه دوام ومومي، متحده ایالات به د ایران د حکومت پر وړاندې قوي او جدي اقدامات وکړي.

د بدخشان د ارګو او دراېم اوسېدونکي: د ریزکان سړک دې جوړ شي

د بدخشان د ارګو او دراېم ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د ریزکان سړک د خرابوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د دغه سړک د ژر تر ژره بیارغونې غوښتنه کوي.

حمیدالله چې د ارګو ولسوالي اوسېدونکی دی، «سلام‌وطندار» ته وايي، دا سړک له کلونو راهیسې په خراب حالت کې دی او تر اوسه پرې هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی. د هغه په وینا، خلک اړ کېږي چې ساعتونه په لاره کې بند پاتې شي.

د متقي او د یوناما سرپرستې لیدنه؛ د دوحې کاري ګروپونو پر فعالیتونو بحث شوی

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمدتکل سلام‌وطندار ته وویل چې په دغه لیدنه کې متقي، مقابل لوري ته یادونه وکړه چې اسلامي امارت د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې د قناعت وړ پرمختګ کړی، خو په مقابل کې بیا نور اړخونه په دې نه دي بریالي شوي چې د بدیل معیشت او د بانکي ستونزو په اړه د پام وړ لاسته راوړنې ولري، نو لازمه ده چې نور مسوول لوري هم اغېزمن ګامونه واخلي څو پرمختګونه محسوس شي.

بلخ کې په ۱۹میلیونه افغانیو د چورګوړو تولیدي کارخونه جوړه شوې

په بلخ کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه پانګه‌وال له لوري د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د چورګړو د تولید یوه کارخونه جوړه کړې ده.

یاده کارخونه د چرګانو د غوښې د بازار د اړتیاوو پوره کولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه او هم‌مهاله له پاکستان سره د لارو له تړل‌کېدو وروسته جوړه شوې ده.

خوست کې د کرنې د ودې لپاره څېړنیز فارمونه جوړ شوي

د کرنې د معیاري کېدو او د حاصلاتو زیاتوالي په موخه د لومړي ځل لپاره خوست کې د کرنیزو تخمونو څېړنې لپاره فارمونه جوړ شوي، څو بزګرانو ته د خوست د هوا او اوبو سره مناسب تخمونه او نیالګي تولید کړي.
خوست کې یو شمېر بزګران وایي، پخوا به یې خپلو ځمکو کې د کرکیلې لپاره له نورو ولایتونو تخمونه او نیالګي راوړل چې د ځینو پایله ښه نه‌وه.

هلمند کې په ۳۶ میلیون افغانیو ۷ پروژې بشپړې شوې

د هلمند لښکرګاه ښار کې د ۳۶ میلیون افغانیو په ارزښت ۷ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لښکرګاه ښاروالۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو مدیر محمد طاهر ابشار وویل، دا پروژې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې د ښار په لومړۍ، درېیمې، څلورمې، پنځمې او اتمې ناحیو کې تطبیق شوي.

دغو پروژو کې د پلي‌لارو، عمومي سړکونو، ګلدانونو او پلچکونو جوړول او د ښار بېلابېلو برخو کې د سړکونو داغګیري شاملیږي.

کندهار کې رېګ سیمو ته په تګ بندیز ولګېد

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د غیر شرعي، غیر اخلاقي کړنو او جنايي پېښو د مخنیوي په موخه یې، د رېګو سیمو ته د خلکو په ورتګ بندیز لګولی.

یاد ریاست تېره ورځ سه‌شنبه یوه خبرتیا کې ویلي، دغه پرېکړه له هغه وروسته شوې چې د رېګو سیمو کې د جنایي پېښو، بد اخلاقیو او غیر شرعي کړنو په تړاو د خلکو شکایتونه ورته سېدلي.

متقي او د یوناما سرپرستې د دوحې پروسې په کاري ډلو خبرې کړي

‏ د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما سرپرستې جورجټ ګانیون سره لیدلي. دغه لیدنه کې د دوحې پروسې په چوکاټ کې له مخدره توکو سره په مبارزې او د خصوصي سکټور په ملاتړ، د کاري ډلو په پرمختګونو، راتلونکو ناستو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.