
بلخ کې په ۳۹ میلیونه افغانیو د یوه سړک د سفالت چارې بشپړې شوې
د بلخ مسوولان وايي چې د مزارشریف ښار د شادیان صنعتي پارک سړک د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت سفالت او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
دا سړک د مزارشریف ښاروالي د پراختیايي بودیجې له لارې جوړ شوی او نن دوشنبه، د مرغومې ۲۲مه، په رسمي توګه پرانېستل شوی دی.








