ایران کې اعتراضونه ۱۶مې ورځې ته غځېدلي

ایران کې د حکومت پر ضد پیل شوي اعتراضونه تېرو شپاړسو ورځو راهیسې دوام لري او نور هم پراخ شوي.

د راپورونو پر اساس، دغه اعتراضونه داسې مهال دوام لري چې ویل شوي امنیتي ځواکونو مختلفو سیمو کې پر اعتراض کوونکو ډزې کړي.

ایراني مشران هڅه کوي هغه څه چې «د اسراییلو او امریکا توطیه» یې بولي، د ځپلو او تاوتریخوالي له لارې اعتراضونه مهار کړي.

سویډن افغانستان سره ۶.۴ میلیون ډالره مرسته کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق ویلي، سویډن افغانانو سره ۶.۴ میلیون ډالر مرسته کړې.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ نن (یکشنبه، جدي ۲۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دا مرسته په افغانستان کې د بېځایه شویو ټولنو ته د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو، اقتصادي د پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقابلې لپاره ځانګړې شوې.

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له‌لارې نږدې ۱۵۸ مټریک ټنه انتقالات شوي

تېره یوه اوونۍ کې د جدي له ۱۲مې تر ۱۸مې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۷۹۹۹ مټریک ټنه انتقالات شوي. د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د حیرتان بندر له لارې ۱۰۶زره او ۹۸۴ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۷زره او ۷۸۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸زره او ۹۸۱ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۲۴ زره او ۲۵۴ ټنه انتقالات شوي چې نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي.