
کندهار کې د شاتو تولید ۲۵ سلنه لوړ شوی
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تازه شمېرو له مخې، روان کال دغه دې ولایت کې د شاتو په تولید کې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تازه شمېرو له مخې، روان کال دغه دې ولایت کې د شاتو په تولید کې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې دې وروستیو درېوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول راکمه شوې ده.
د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه د تېرکال په پرتله ۴۰ سلنه راکمه شوې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې دا مهال هېواد کې د کبانو ۲۸۵۰ فارمونه فعال دي چې کلنی تولید یې نږدې ۱۳۰۰۰ میټریک ټُنه ته رسېږي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان هرکال ۳۶۰ زره میټریک ټنه کبانو ته اړتیا لري چې کورني تولید یې یوازې یوه محدوده برخه برابروي.

هندي رسنیو د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د نوي فصل له پیل څخه خبر ورکوي. «د هندو» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی نوراحمدنور هند کې د افغانستان د سفارت د سرپرستۍ مسوولیت د پرمخ وړو په موخه نوي ډیلي ته رسېدلی دی.

چین، روسیې او ایران نن شنبه، جنورۍ لسمه، د سوېليافریقا په سمندري اوبو کې د یوې اوونۍ لپاره ګډ سمندري پوځي تمرینات پیل کړل.
د سوېليافریقا پوځ ویلي، دا تمرینونه د «برېکس پلس» تر چتر لاندې کېږي او موخه یې د سمندري لارو، بار وړلو او سمندري اقتصادي فعالیتونو خوندیتوب دی.

د هرات د تسبیح جوړولو د یوې تولیدي کارخونې مسوولان وایي چې هره میاشت تر زرو پورې دودیزې او لاسجوړې تسبیح، روسیې او عربي هېوادونو ته صادروي.
د یادې کوچنۍ کارخونې مسوول واحد عرب وايي، د هرات تسبیح د لوړ کیفیت، ځانګړي مینیاتوري کارۍ، دودیز ډیزاین او د غوره خامو موادو د کارونې له امله په بهرنیو بازارونو کې ښه غوښتنه لري.

بريتانيا اعلان کړی چې د اوکراين لپاره د احتمالي سرتېرو د لېږلو د چمتووالي په موخه به ۲۰۰ ميليونه پونډه (شاوخوا ۲۷۰ ميليونه ډالره) ځانګړي کړي.
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې لندن د اوربند په صورت کې اوکراين ته د يوې څو مليتي قوې د ملاتړ ژمنه وکړه.

سره له دې چې د اقلیمي بدلونونو په دلیل ننګونې ډېرې شوي او د اوبو سرچینې هم کمې شوي، د غور یو شمېر کروندګر اړ

د لوګر روغتیا ریاست سره د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د درملو مرسته وشوه. د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د ملګرو

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تازه څرګندونو کې ويلي چې په ايران کې به روان اعتراضونه جدي بڼه غوره کړې او ادعا يې کړې چې معترضان د هېواد په يوشمېر ښارونو کې د کنټرول هڅه کوي.
ټرمپ د جمعې پر ورځ په يوه وينا کې خبرداری ورکړی چې که د ايران حکومت د معترضانو د وژلو اقدام وکړي، نو امريکا به مداخله وکړي. هغه ټينګار وکړ چې دا مداخله به د پوځي ځواکونو د لېږلو معنا ونه لري.

د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي د وروستیو پېښو په تړاو خلکو ته خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د ورانکارو او هغو کسانو پر وړاندې به چې د بهرنیانو په ګټه عمل کوي، هېڅ ډول شاتګ او نرمښت ونهښيي. نوموړي ټینګار وکړ چې یو شمېر دوکه شوي کسان د عامه شتمنیو په ویجاړولو سره، یوازې د بهرنیانو د خوښۍ ترلاسه کولو هڅه کوي.

د بدخشان ارګو ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۵ غړو ژوند بایللی. د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار

د بدخشان ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ اړوند «دیو دره» کان کې ۴ کان کیندونکي چې د قیمتي ډبرو بیروج په کیندنو بوخت وو، ژوند بایللی.
د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسانالله کامګار تېره ورځ وویل، دغو څلورو کان کیندونکو چې ۳ یې د جرم ولسوالۍ د «چنګهای پایان» سیمې او یو بل د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکی دی، کان کې د کاربن او دود په دلیل مسموم شوي او بیا یې ژوند له لاسه ورکړی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دامهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۵۳ سلنه کمه شوې.
د پاکستان «نیشن» ورځپاڼې یوه راپور کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲۶.۱ میلیارد ډالرو څخه ۵۹۴ میلیونه ډالرو ته راکمه شوې چې اصلي لامل یې د لارو تړل کېدل ګڼل شوي.