
کابل کې په ۴۰ میلیونه ډالرو د برښنا اړوند درې پروژې پیل شوې
د کابل د شنو صنایعو صنعتي پارک کې د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا د تولید، لېږد او وېش په برخه کې د دریو پروژو چارې پیل شوې.
د برښنا شرکت اجراییوي مشر عبدالباري عمر نن (پنجشنبه، جدي ۱۸) په دې تړاو جوړو شوو مراسمو ته وویل، دغو پروژو کې د ۳۴ مېګاواټه لمریزې تولیدي برښنا دستګاه، د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر سبسټېشن او د ۲۲۰ کېلوولټ برښنا لېږد مزي غځول شاملیږي.







