د قانون او شریعت شته‌والی؛ ډېری خاوندان مېرمنو ته مالي حساب نه‌ورکوي

په داسې حال کې چې قانون او شریعت د خاوندانو له لوري مېرمنو ته حساب ورکول د ښځو حق ګڼي، خو ډېری مېرمنې له خپل دې قانوني حق څخه ناخبرې دي. دیني عالمان او حقوق‌پوهان وايي چې د مالي حساب پټول، نه یوازې د شریعت خلاف دی، بلکې قانوني څار هم لري.

لبنان کې د اسراییلو برید؛ د حز‌ب‌الله دوه غړي وژل شوي

د اسراییلو پوځ په يوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې لبنان کې د بربد پرمهال یې، د حزب‌الله پر دوو غړو بريد کړی دی.

دا بريدونه په داسې حال کې شوی چې د اوربند د څار ګډه کمېټه چې د فرانسې، اسراییلو، لبنان، متحده ايالاتو او د ملګروملتونو د لنډمهال ځواک (يونيفيل) استازي په‌کې شامل دي، ټاکل شوې نن چهارشنبه غونډه وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد پاکستان ته: افغانستان د قوي رهبرۍ لروونکی هېواد دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه د پاکستان د پوځ ویاند له څرګندونو وروسته ویلي، د هغه خبرې نه یوازې له واقعیت سره تړاو نه‌لري، بلکې د یو مسؤل پوځي موقف له معیارونو سره په ټکر کې دي. هغه ویلي، افغانستان د قوي رهبرۍ لروونکی باثباته هېواد دی چې په ټولې خاورې حاکمیت لري.