نه‌پاملرنه؛ معلولیت‌لرونکې مېرمنې فقر، وزګارتیا او ټولنیزې انزوا کې ژوند کوي

د دوی په وینا، قانون کې د معلولیت‌لرونکو کسانو پر وړاندې د تبعیض مخنیوي سربېره، معلولیت‌لرونکې مېرمنې له جدي ستونزو سره مخ دي. د ۱۳۸۲کال د اساسي قانون د مادو له مخې، دولت مکلف دی چې معلولیت‌لرونکو ته ټولنیز، روغتیايي، مالي او درماني خدمتونه وړاندې کړي.

د نغلو ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برښنا پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د کابل د سروبي ولسوالۍ نغلو سيمه کې د ۱۸.۲ میلیون ډالرو په لګښت د هېواد په کچه د لمريزې برښنا تر ټولو لويه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د برښنا شرکت مشر عبدالباري عمر نن وویل، دغه پروژه د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمريزې برښنا د توليد ظرفیت لري چې په فعالېدو سره به يې له ۲۳ زرو زياتو کورنيو ته برېښنا برابره شي.

پاکستان کې د لاسي بم چاودنه؛ درې افغان ماشومان ټپیان شوي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د لاسي بم د چاودنې له امله درې افغان کډوال ماشومان ټپیان شوي دي.

د پېښور د سربند تاڼې چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د پېښور ښار اړوند د دولتزو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هرات او پکتیا کې یوشمېر کسانو ته تعزیري سزاوې ورکړل شوي

په پکتیا او هرات ولایتونو کې د ابتدائیه محکمو د پرېکړو له مخې پر یوشمېر کسانو د بېلابېلو جرمونو په تور تعزیري سزاوې تطبیق شوې دي.

د پکتیا د احمدخېلو ولسوالي ابتداییه محکمې د پرېکړې پربنسټ، یو کس د جعلي پیسو د کارولو په جرم پر شپږو میاشتو تنفیذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم شوی دی.

اندونیزیا کې سېلابونه؛ ۱۴ کسان مړه شوي

د اندونیزیا په شمالي سولاویسي ولایت کې د سختو ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو راوتلو له امله لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.

د سیمه‌ییزو ژغورنې ادارې چارواکو ویلي چې د ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې لاهم روانې دي.

د ډنمارک لومړۍ وزیره: پر ګرینلنډ د امریکا برید به د ناټو پای شي

د ډنمارک لومړۍ وزیرې مېته فریډریکسن خبرداری ورکړی، که امریکا د ګرینلنډ د نیولو یا تر مستقیم کنټرول لاندې راوستلو هڅه وکړي، د دې په وینا، دا به د ناټو پوځي تړون د پای لامل شي.

نوموړې دا څرګندونې تېره ورځ وروسته له هغې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ستراتیژیک ارزښت لرونکي ګرینلنډ د نیولو غوښتنه تکرار کړه.

ملګري ملتونه: افغانستان به له معمول څخه ګرم او وچ ژمی تجربه کړي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO خبرداری ورکړی چې افغانستان به له معمول څخه ګرم او وچ ژمی تجربه کړي.
دغه سازمان یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ډېری سیمو کې د ورښت کچې کمېدو او له اوسط څخه د لوړې حرارت درجې امکان شتون لري.

پاکستان سره د لارو تړل کېدل، کندهار کې د فابریکو تولیدات زیات شوي

پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته، د کندهار صنعتي سکتور کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شوی. د دې ولایت صنعتي پارک کې د «دېګ مسالو» د تولیدي کارخونې مسوولان وايي، توانېدلې چې خپل ورځنی تولید له یو ټن څخه شپږ ټنو ته لوړ کړي. دوی وویل، تولید یې لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.