
کابل کې له مسلکي زدهکړو ۳۵۰ کسان فارغ شول
د فني او حرفوي زدهکړو د دې روزنیز مرکز مرستیال محمد صادق نبیزاده وايي چې دغه روزنې په ۱۱ برخو کې وې چې پهکې خیاطي، موټرجوړول، د موټر وایرینګ، نلدواني، د اور وژنې سیسټم، د ایرکنډیشن ترمیم، لینکشۍ، کمپیوټر مهارتونه، ویب ډیزاین او موبایل ترمیم شامل دي.








