ذبیح‌الله مجاهد: هند سره نږدې اړیکې د افغانانو په ګټه دي

وروسته له دې چې د هند بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د دې هېواد سیاست په اړه څرګندونې وکړې، اوس د امارت اسلامي ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د افغانستان او هند اړیکې د دوی لپاره ځانګړی اهمیت لري. هغه وویل، د افغانستان د اړتیاوو پوره کولو او د همکارۍ د جلبولو لپاره اړینه ده چې هند سره نږدې اړیکې وساتل شي او خبرې دوامداره وي.

فراه کې سېلابونو ۲۴۲ کورونه په بشپړ ډول نړولي

فراه کې وروستیو سېلابونو تر ۲۰۰ ډېر د اوسېدو کورونه په بشپړ ډول نړولي.

د فراه د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې رییس محمد اسراییل سیار وایي، د دې ولایت په مرکز او د فراه‌رود، بکواه، ګلستان، بالابلوک، خاک‌سفید او پشت‌رود ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو له امله، ۱۰ کسان ټپیان شوي او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي.

هغه وویل، د دغو سېلابونو په پایله کې ۲۴۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي.

سي‌بي‌اس شبکه: ټرمپ پر وینزویلا د برید امر کړی

سي‌بي‌اېس شبکې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وینزویلا کې د پوځي تاسیساتو په ګډون پر ځینو اهدافو د برید امر کړی. د وینزویلا حکومت د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ویلي، واشنګټن به «د دې هېواد د طبیعي سرچینو په نیولو بریالی نه شي.» د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو له دغو بریدونو وروسته د «ملي بېړني حالت» اعلان کړی. د راپورونو پر اساس، نن شنبه‌ د وینزویلا پلازمېنه کې لږ تر لږه ۷ چاودنې شوي.

ایران له ملګروملتونو غوښتي چې د ټرمپ ګواښ ته غبرګون وښيي

ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي د دې سازمان سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د یو رسمي لیک په لېږلو سره، ایران کې د اعتراضونو په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستۍ ګواښونکې څرګندونې غندلي او د محکومیت غوښتنه یې کړې.
نړیوالو رسنیو نن راپور ورکړی چې دغه لیک پرون د ټرمپ له څرګندونو یوازې څو ساعته وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته استول شوی.

میدان‌وردګ کې راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې وېش پیل شو

میدان‌وردګ کې د راستنو شوو لپاره د دایمي استوګن ځایونو برابرولو او د هغوی د سرپناه ستونزې حلولو په موخه، ۷۵ بیرته راستنو شوو کورنیو ته د ځمکو وېش پیل شو.
ځايي مسوولانو ډاډ ورکړی چې د ځمکې وېش به له هر ډول تبعیض څخه پرته په پوره شفافیت او دقیقې څارنې ترسره شي.