
د سلاموطندار سروې؛ کابل کې د اوبو ناورین اندېښمنونکې کچې ته رسېدلی
د سلام افغانستان رسنیزې موسسې «سلاموطندار راډیو» نن چهارشنبه، مرغومې لسمه، په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې، د کابل ښار د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په اړه د خپلې سروې پایلې رسنیزې کړې.


