پاکستان کې افغان کډوال: اوبه او برښنا راباندې پرې شوې

په پاکستان کې پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل څخه د میاشتو په تېرېدو سره، لاهم زرګونه افغان کورنۍ په دې هېواد کې له سختو بشري شرایطو سره مخ دي.

د قانوني اسنادو نشتوالی، د جبري ایستلو ګواښ، پراخې نیونې او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونه د ډېرو کډوالو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

کابل کې دویم هوايي پُل جوړېږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن «سه‌شنبه، مرغومې نهمه، د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د تګ‌راتګ لپاره د هوايي پُل د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه.

اوزبیکستان له افغانستان سره ۴۰۰ ټُنه بشري مرسته کړې

د بلخ ځایي مسوولان وایي، د اوزبیکستان له لوري د بشري مرستو جوپه د افغان اړمنو د لاسنیوي په موخه بلخ ته رسېدلې ده.

د بلخ د والي ویاند عطاالله زېد ویلي چې په دې مرستو کې خوراکي توکي، درمل او طبي تجهیزات شامل دي، تېره ورځ د حیرتان په سوداګریز بندر کې ځایي مسوولانو ته سپارل شوې دي.

د حماس د غړیو مړینه؛ مجاهد: شهادت د مسلمانانو وروستی ارمان دی

د اسلامي امارت ویاند، ذبېح‌الله مجاهد د حماس د پوځي څانګې د ویاند حذیفه الکحلوت (ابو عبیده) او د دې غورځنګ د یوشمېر نورو قومندانانو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي بېګاه شپه ناوخته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د حماس د مړو شویو غړو د کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي کوي.

د سالنګ لاره د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ وتړل شوه

د پروان د والي ویاند سیدحکمت‌الله شمیم سلام‌وطندار ته ویلي چې د ناوړه هوايي شرایطو او د برف‌کوچ د خطر له امله د وسایطو تګ‌راتګ ناشونی شوی او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه دا لاره تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.

بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ اووه کسان مړه او دوه ټپیان شوي

په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیه قومنداني ویاند احسان‌الله کامگار نن سه‌شنبه د مرغومي ۹مه، د پېښې پخلی وکړ او ویې ویل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته، د مایمي ولسوالي د «ورفک» په سیمه کې رامنځته شوې.