یوشمېر کورنۍ: د ماشومانو درملنه د مشرانو د تجربو پربنسټ په خپله کوو

په دې راپور کې له کابل، لوګر او غور ولایتونو څخه له اوو کورنیو سره خبرې شوي چې ټولو ویلي، کله یې چې ماشومان د تبې، ټوخې، د نس‌درد او نورې ناروغۍ ولري، د کور د مشرانو د تجربو پربنسټ پخپله د ناروغۍ تشخیص کوي او درملنه یې پيلوي.

د کجکې بند د اوبو کچې ټیټوالی؛ هلمند او کندهار کې برښنا بنده شوې

د کجکې برښنا بند د هلمند سیند پر مسیر یو له مهمو تولیدي بندونو څخه دی چې د هلمند او کندهار ولایتونو د برښنا یوه لویه برخه ترې تامېنېږي.

د وروستیو وچکالیو او د اوبو کچې کمېدو له امله د یاد بند تولیدي سیستم درېدلی چې له کبله یې ښاري او سوداګریز فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

د تورخم لارې تړل‌کېدل؛ سوداګر: پر سبزیو او مېوو یې اغېز نه‌دی کړی

تورخم لویه لاره چې پخوا به پرې هره ورځ د سلګونه بار وړونکو موټرو تګ‌راتګ کېده، له تېرو نږدې درېوو میاشتو راهیسې د پاکستان له لوري تړل شوې؛ خو د دغې لارې له تړل‌کېدو سره سره،  بیا هم په ننګرهار کې پر تازه سبزیجاتو یې کوم منفي اغېز نه‌دی کړی.

لوګر کې ۴زره رضاکاران د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې نږدې څلور زره کسان په رضاکارانه ډول د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

په لوګر کې د روغتیايي رضاکارانو د ستاینې په موخه جوړې شوې غونډه کې، د ولایت سیمه‌ییزو مسؤولینو، روغتیاپالانو او د همکارو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

کابل ته د خلیل‌زاد سفر؛ د ناستو پر دوام ټينګار شوی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي کابل کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

جوزجان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

د جوزجان ځایي مسوولان وايي چې د کورنيو محصولاتو او توليداتو درې ورځنی ملي نندارتون پرون یکشنبه، مرغومې اوومه، د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کې پیل شوی دی.

دغه نندارتون د «سيکارام احمدي» د بازارموندنې خدماتي شرکت او د «حقمل» د نندارتونونو خدماتي شرکت له لوري، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ، جوړ شوی دی.

د لغمان اوسېدونکي: څاګانې وچې او د څښاک اوبه نه‌لرو

لغمان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې تر ځمکې لاندې اوبه یې په کمېدو دي او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د یاد ولایت باباصیب کمپ یو له هغه سیمو څخه دی چې د څښاک اوبه په‌کې په سختۍ سره پیدا کېږي او تر ځمکې لاندې اوبه یې تُرشې او د څښلو وړ نه‌دي.

پروان کې په څه باندې څلور میلیونه افغانیو پروژې پلې کېږي

د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د پروان د شينواري ولسوالي په يوشمېر کليو کې د اوبو رسولو پروژې پلې کېږي.

د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا رياست د مطبوعاتو مسوول عبدالصبور رویت نن دوشنبه، مرغومې اتمه، سلام‌وطندار ته وويل چې دغه پروژې د شينواري ولسوالي د قلعه محمود او چلما کليو کې پلې کېږي.