ذبیح‌الله مجاهد: د داعش غړو نیونې زمونږ د خپرو شوو مالوماتو پایله ده

وروسته له هغې چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د ترکیې د استخباراتو له لوري د داعش د یو لوړپوړي غړي محمد ګورن د نیول کېدو خبر خپور شو، د امارت اسلامي ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دا ډول نیونې د هغو مالوماتو پایله ده چې د دوی له‌خوا د داعش په اړه نړیوالو سره شریک شوي.
هغه ټینګار کړی چې د داعش پالنه او ملاتړ باید پایته ورسېږي.

هندي پانګوالو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښوولې

یو شمېر هند پانګوالو د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو سره کتنه کې ویلي، د افغانستان په کاني زېرمو پانګونې ته علاقمندي لري.

د کانونو او پترولیم وزارت د مسو او اوسپنې د کاني سرچینو یادونه کړې او ویلي، دغو هندي پانګوالو یې د سرچینو د کارونې پرمهال د همکارۍ ژمنه کړې.

ملګري ملتونه له زیان‌منونکو افغانانو د ملاتړ لپاره ۳روغتیايي مرکزونه جوړوي

د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو عالي کمیسارۍ ویلي، د اسلامي پرمختیايي بانک په همکارۍ به کونړ، کندهار او دایکنډي ولایتونو کې درې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شي.

دغه سازمان ویلي چې په دې سره به د کډوالو د یو ځايي راستنېدو له امله پر موجوده روغتیايي خدماتو د زیاتېدونکي فشار مخنیوی وشي.

د لیبیا د پوځ مشر د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوی

د ليبيا د پوځ مشر چې ترکیې ته په رسمي سفر تللی وو، الوتکه یې انقره کې له پورته کېدو وروسته بېرته غورځېدلې او وژل شوی.

د راپورونو پر اساس، دغه پېښه کې د ليبيا د پوځ مشر محمد علي احمد الحداد، د ځمکنيو ځواکونو مشر، د نظامي صنايعو مدير، د ليبيا د پوځ لوی سلاکار او‌ د پوځ د دفتر عکاس هم وژل شوي.

د ليبيا لومړي وزير عبدالحمید دبیبه دغه پېښه تایید کړې او دا يې د خپل هېواد لپاره لويه ضايعه بللې.