نور جلال جلالي: هند د روغتیا برخې سره ۹.۸ میلیون ډالره مرسته کوي

د عامې روغتیا وزیر وايي، هندي چارواکو سره یې د روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو، د باکیفیته درملو په واردولو، د ویزو ترلاسه کولو کې په اسانتیاوو، هند کې د افغان ناروغانو په درملنې او د روغتیايي مرکزونو په تجهیز خبرې کړي.
هغه وویل، هند هېواد سره د طبي تجهیزاتو او درملو په برخه کې د ۹ میلیون او ۸۰۰ زره ډالرو همکاري کوي.

د سمنګان زلزله‌ځپلي: وضعیت ته د رسېدو لپاره د بشري مرستو کچه کمه ده

د سمنګان د حضرت‌سلطان ولسوالي د بېلا بېلو سیمو زلزله ځپلي د مرستو ناعادلانه وېش څخه شکایت کوي او وايي، وضعیت ته د رسېدو لپاره یې شوې مرستې بسنه نه‌کوي.

دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو د لاډېرو مرستو غوښتنه کوي او وايي، سمنګان کې تر زلزلې وروسته وضعیت ترینګلی دی او ډېری کورنۍ له سرپناه‌ او امکاناتو پرته سړه هوا کې ژوند کوي.

خو د سمنګان ځايي مسوولان وايي، ګڼو مرستندویه بنسټونو اړمنو سره مرسته کړې.

د جوزجان قوش‌تېپې او درزاب ته د برښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو

د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برښنا رسونې پروژې تړون د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې لاسلیک شو.
اقتصادي معاونیت ویلي چې په دغه پروژه شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

کم‌عمر کې ودونه؛ کله چې د کورنیو پرېکړې د نجونو ماشومتوب پایته رسوي

افغانستان کې د کم‌عمر ودونه د ښځو او نجونو د بشري حقونو له تر ټولو جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي، هغه موضوع چې په ډېرو مواردو کې د کورنیو له جبر سره مل وي او له وخت مخکې د نجونو ماشومتوب پایته رسوي.

د تخار اوسېدونکې ۳۰ کلنه حلیمه وایي، هغه مهال یې واده وشو چې یوازې ۱۲ کلنه وه، هغه عمر چې د قانون له مخې د ماشومتوب دی او ماشوم د پرېکړې نیولو توان نه‌لري.

د سره‌صلیب نړیواله کمیټه: افغانستان لاهم شدید بحران سره مخ دی

د سره صلیب نړیوالې کمېټې «ICRC» ویلي، افغانستان لا هم شدید بشري بحران سره مخ دی او طبیعي پیښو اړتیاوې نورې هم زیاتې کړي.
دغې کمیټې ویلي، د لسیزو جګړو، طبیعي پېښو، اقتصادي ستونزو او اقلیمي بدلونونو د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی او ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.