
نوښتګر ځوانان: د حکومت او بنسټونو لهلوري مو ملاتړ نهکیږي
له هغو ۴۰ ځوانانو سره چې نوي پروګرامونه او وسایل یې اختراع کړي، د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې هېڅ حکومتي او غیرحکومتي بنسټ له دوی ملاتړ نهدی کړی او له همدې امله خلکو د دوی له جوړ کړیو وسایلو په پراخه توګه استفاده نه ده کړې. د راپور ډېری مرکهورکوونکي د ۱۸ او ۳۲ کلونو ترمنځ عمرونه لري.






