مولوي عبدالکبیر: څلورو کلونو کې ۶.۸میلیون افغانان راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې ۶.۸ میلیون افغانان له ګاونډیو او نورو هېوادونو په جبري او داوطلبانه ډول راستانه شوي.
هغه وویل، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته بهر ته د کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

وچکالۍ او زلزلې د سرپل الجهاد ولسوالي کې د اوبو سرچینې وچې کړي

د روان کال د عقرب میاشتې ۱۲مې زلزلې، د سرپل ډېرې سیمې زیانمنې کړي، خو په ځانګړي ډول د الجهاد ولسوالي اوسیدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړل.
د دې ولسوالي د «کنده‌ها» په نوم د اوبو سرچینې چې تر دې مخکې د سیمې اوسیدونکو د اوبو د اړتیا پوره کولو اصلي سرچینې وې، د وچکالۍ په دلیل وچې او زلزلې بیا زیانمنې کړي.

مزارشریف کې د زلزلې له امله د روضې ویجاړې شوې برخې بېرته رغول کېږي

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي، مزارشریف ښار کې د روضې هغه برخې چې د عقرب میاشتې د ۱۲مې زلزلې له امله ویجاړې شوې وې، د بیارغونې چارې یې پیل شوي.
د مسوولانو په خبره، د دغه زیارت د بیارغونې چارې د حج او اوقاف وزارت له بودجې، د کمال‌نبي‌زاده خیریه بنسټ په همکارۍ پیل شوي.