
د اوزبیکستان ولسمشر: افغانستان د سیمهییزو تعاملاتو مهمه برخه جوړوي
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف تازه د «منځنۍ اسیا ـ جاپان» غونډه کې په ثبات او افغانستان سره د سیمې په ماناداره تعامل ټینګار کړی او ویلي، افغانستان لا هم د سیمې د همکاریو یوه کلیدي برخه ده. اسلامي امارت له دغو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي، د ازبکستان په څېر دې نور هېوادونه هم د افغانستان او سیمې په ثبات کې خپله ونډه ادا کړي.







